امریکا کې دوه اف ۱۶ جنګي الوتکې په هوا کې جنګېدلي

کابل ټکی کام ۲۰غبرګولي/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني

د امریکا د متحده ایالاتو په جورجیا ایالت کې دوو اف ۱۶ جنګي الوتکو په هوا کې ټکر کړی دی، چې د الوتکو پیلوټانو د پراشوټ په مټ ځانونه ګوزار کړي دي.

د امریکا د سویلي کارولینا د ملي هوايي ځواکونو له خوا په ورکړل شویو څرګندونو کې ویل شوي دي، چې دوو اف ۱۶ جنګي الوتکو د شپې د نورمالو الوتنو پر مهال په هوا کې سره ټکر کړی دی.

دغه پېښه چې د جورجیا ایالت په ختیځ کې رامنځته شوې ده، د الوتکو پیلوټانو د پراشوټ په مټ ځانونه ګوزار کړي دي.

د دوی د څرګندونو له مخې چې د پیلوټانو روغتیایي حالت ښه دی.

د یادولو ده، چې تېره اونۍ هم د امریکا یوې اف ۱۶ او یوې بلې اف ۱۸ ډوله اکروباتیک الوتکو د تعلیمي الوتنو پر مهال سقوط کړی وو، چې پیلوټانو یې ځانونه د پراشوټ په مټ ګوزار کړي وو.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button