څېړنه: افغانستان د نړۍ په خطرناکو هېوادونو کې پنځم مقام لري

کابل ټکی کام ۲۰غبرګولي/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني

د اقتصاد او سولې د نړیوال انسټیټیوټ له لورې یوه تازه څېړنه خپره شوې ده، چې د نړۍ خطرناک هېوادونه پکې په ګوته شوي دي.

په څېړنه کې افغانستان له سوریې، جنوبي سوډان، عراق او صومالیې وروسته پنځم خطرناک هېواد نومول شوی دی.

په دغه څېړنه کې اېسلنډ د نړۍ تر ټولو خوندي هېواد بلل شوی دی، او بیا ډنمارک، اسټرالیا، نیوزرلنډ او پرتګال یاد شوي دي.

راپور کښلي دي، چې په تېر ۲۰۱۵ میلادي کال کې په ټوله نړۍ کې د تاوترېخوالي کچه ۱۳نیم ټرلیونه ډالره لګښت درلود.

څېړنې ویلي دي، چې د ټولې نړۍ هېوادونو ته د «ترهګرۍ» مستقیم او غیر مستقیم ګواښ متوجه دی، خو منځنی ختیځ تر ټولو له جدي خطر سره مخ دی.

دغه څېړنیز راپور په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د جګړو له کبله د تلفاتو د کچې په اړه ویلي دي، چې په دغه کال کې دومره تلفات اوښتي دي، چې په تېرو ۲۵ کلونو کې یې ساری نه لیدل کیږي.

راپور ویلي دي، چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د جګړو سربېره د کډوالو شمېر هم دومره زیات شوی دی، چې په تېرو ۶۰ کلونو کې یې ساری نه لیدل کیږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button