پېنټاګون: د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د افغانانو امنیت ډېر خوندي و

کابل ټکی کام۱۳۹۵ غبرګولی ۲۹ زرغون خوږیاڼی

د امریکې د دفاع محکمې پېنټاګون په یوې سروې کې په ګوته کړې، چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د افغانانو امنیت د اوس په پرتله ډېر خوندي و او افغانان د تیر وخت په پرتله اوس ځان کم خوندي محسوسوي .

د امريکې د دفاع محکمې د جمعې په ورځ د افغانستان د امنيت په اړه تفصيلي راپور خپور کړی او ویلي یې دي، چې په افغانستان کې د  ټولو وختونو په پرتله دا وخت د امنیت کچه ډېره ټيټه ده.

په افغانستان د خلکو يوې سروې۴۲ سلنه کسان وايي، چې د طالبانو د کال ۱۹۹۶م نه تر کال د ۲۰۰۱م  واکمنۍ پر مهال امنیت ډېر ښه و او ددې دور  امنيتي وضع ډېره خرابه ده.

راپور وايي: په داسې حال کې، چې د دغه هېواد مرکزي ابادۍ او د اړيکو مهمې کرښې (مواصلاتي نظام) د حکومت په لاس کې دي بيا هم  نه  توانیدلی، چې ولس ته امنیت او ثبات رامنځته کړي.

اوس چې په افغانستان کې جګړو زور اخیستی د عامو ملکي وګړو مرګ ژوبله هم ډېره شوې ده او وخت په وخت د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې خبر ورکول کیږي، چې څو ورځې وړاندې هم افغان امنیتي ځواکونو په فراه ولایت کې  په یوه جنازه بمبار وکړ، چې په کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون په لسګونو کسان مړه او زخمیان کړل.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button