نا پېژانده وسله والو د ولسي جرګې د غړي (اقبال صافي) یو ساتونکی وژلی

کابل ټکی کام ۲۹غبرګولي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
په ولسي جرګه کې د کاپیسا د خلکو د استازي اقبال صافي یو ساتونکی د نا پېژانده وسله والو له خوا وژل شوی دی.
د کاپیسا ولایت د والي ویاند قیس قادري وايي، دغه پېښه تېره شپه د ولایت د مرکز محمود راقي اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.
ده وویل، چې د اقبال صافي یو ساتونکی داوود شاه د شپې له خوا هغه مهال ووژل شو، چې د غنمو د ترېشر لپاره راوتلی وو.
له بلې خوا د دغه ولایت پولیسو ویلي دي، چې د دوی او د وسله والو غلو ترمنځ نښته شوې ده.
قادري د دې په اړه وویل، چې د امنیه قومندانۍ یو افسر له خپلې کورنۍ سره د کوهستان ولسوالۍ د ناواباد سیمې ته په لاره وو، غلو پرې ډزې وکړې، او ترمنځ یې نښته رامنځته شوه.
ده وویل، په دغه نښته کې یو غل وژل شوی، او د یوه غله په شمول د دغه افسر د کورنۍ درې غړي ټپيان شوي دي.



