طالبانو په لوګر کې هم د خپل مشرتابه اختریز پیغامونه وېشلي دي\انځوریز خبر

کابل ټکی کام ۱۶چنګاښ/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
له لوګر ولایت څخه د کابل ټکي کام همکار خبر راکوي، چې طالبانو د لوګر ولایت پر قومي مشرانو او پر عامو خلکو د خپل مشرتابه اختریز پیغامونه، مجلې او جنترۍ ووېشلې.

دا په داسې حال کې چې تېره ورځ په کندوز، غزني او نورو ولایتونو کې هم د طالبانو د مشرتابه شیخ صاحب هبة الله اخونزاده اختریز پیغامونه ووېشل شول.
زمونږ همکار چې یو شمېر انځورونه یې هم رالېږلي دي، وايي، چې د اختر د لمونځ له اداء کولو وروسته دغه پیغام پر ټولو جومات والو ووېشل شو.
زمونږ همکار وايي، چې دغه پیغامونه د طالبانو د فرهنګي چارو کمیسون د غړیو له خوا توزیع شول.
په رالېږل شویو انځورونو کې ښودل کیږي، چې د طالبانو د فرهنګي چارو کمیسون غړي د خلکو په منځ کې ولاړ، سپین بیرغ ورسره او د خپل مشرتابه پیغامونه، مجلې او جنترۍ وېشي.
نور په انځورونو کې…

13245863_237454419952245_1575138500_n 13250325_237454409952246_1645092691_n 13595425_262758270755193_1886341637_n 13618103_262758267421860_1857934257_n

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button