تاج محمد عرفان
د رمضان د مبارکی میاشتې په پای ته رسیدو سره مسلمانان د اختر ورځې لمانځي او پدې ورځو کې خوشحالي کوي، ځینی له ځینو نورو سره لیدو ته ورځي، شخړې پای ته رسوي، او په دې ورځو کی فقیرانو ته د زکاة الفطر (سرسایی) ورکړه هم له یاده نه باسي، ځکه چې الله تعالی پر دوی باندی د هغې ورکړه فرض ګرځولې ده.
له اختر نه وروسته د شوال شپږ ورځې روژه نیول هم مستحب دي، دا د رمضان د میاشتي په روژو کې د نواقصو جبیره ده، او بله دا چی په دې سره خیر او برکت زیاتیږي.
اختر ته په عربي ژبه کې عید ویل کیږي او دا لفظ له عودة نه اخیستل شوی یعنې بیرته راګرځیدل او دې ځکه عید وایی چې هر کال بیا بیا راګرځي، او په پښتو ژبه کې ورته اختر وایي او د اختر لفظ د یختېر نه اخیستل شوی افغانستان ته د اسلام د مبارک دین له راتګ نه مخکې به په دغه سیمه کې د یخنۍ موسم (ژمي) له تیریدو نه وروسته خلکو د خوښۍ میلې کولې او هغی ته به یې د (یختېر) میله ویله چې د وخت په تیریدو سره یختیر لفظ په اختر بدل شو او دا میله به په کال کې یو ځل وه. خو د اسلام د مبارک دین له راتګ نه وروسته دغه یختېر یا نوروز میله د دوه اخترونو ( کوچنی او ستر اختر) باندې عوض کړای شوه، په دې معنی چې د یختیر یا نوروز لمانځنه یا میله منع وګرځول شوه او دغه دوه اخترونو یې ځای ونیو نو یوه میله په دوو میلو بدلې شوې چې د عید الفطر یعنې (کوچنی اختر) او عید الاضحی (د قربانۍ یا لوی اختر) دوه میلې دي.
د اختر لمونځ:
زیاتره دیني عالمان په دې اند دي چې د اختر لمونځ مؤکد سنت دی، او ځینی نور بیا وایي چې فرض کفایي دی، او حنفي عالمان بیا وایي چې دا په هر مکلف نارینه باندی واجب دی.
د اختر د لمانځه وخت د لمر له ختو نه نږدی ۱۵ دقیقی وروسته پیل کیږي او آن تر زوال پورې، دا لمونځ د اذان او قامت نه پرته ادا کیږي.
امام او مقتدي به په اول رکعت کی د تکبیرة الاحرام نه علاوه درې تکبیرونه وایي، او په دوهم رکعت کې به د قیام نه وروسته د رکوع له تکبیر نه پرته درې تکبیرونه وایي، له لمانځه نه وروسته به امام هڅه کوي چی خطبه ووایي او د دوه خطبو تر منځ ناسته وکړي.
مسجد ته د لمانځه لپاره له تلو نه مخکی غسل کول، ښکلی لباس اغوستل سنت دي، برسیره پر دې مسجد ته د لمانځه لپاره له تلو نه مخکی خوراک کول هم سنت دي، د بخاري شریف په یوه روایت کی راغلي دي چې: أن رسول الله صلی الله علیه وسلم “كان لَا يَغْدُو يَوْمَ الْفِطْرِ حَتَّى يَأْكُلَ تَمَرَاتٍ وَيَأْكُلُهُنَّ وِتْرًا”.
یعنی رسول الله صلی الله علیه وسلم به د کوچنی اختر په ورځ تر هغی مسجد ته د لمانځه لپاره نه وتلو تر څو چې به یې یو څو خرما نه وې خوړلې او خرما به یې هم طاق خوړلې.
د اختر د لمونځ کوونکي لپاره مستحب ده چې د اختر لمانځه لپاره مسجد ته په یوه لاره او بیرته په بله لار راشي.
زکاة الفطر (سرسایه):
زکاة الفطر یا سرسایه دهجرت په دوهم کال فرض کړای شوې ده او په همدې کال روژه هم فرض کړای شوې ده،رسول الله صلی الله علیه وسلم زکاة الفطر یا سرسایه د رمضان په میاشت کې د شویو نقصاناتو د جبیرې په توګه ښودلې ده، او دیني عالمان هم وایي چې لکه څنګه چې په لمانځه کی د سهوه کیدو له امله سجده سهوه واجب ګرځیدلې ده همدغه راز سرسایه هم په روژه کې د سهوې او نقصاناتو جبیره ده.
سرسایه یازکاة الفطر هغو فقیرانو ته ورکول کیږي چې مستحق یې وي د دې لپاره چې د اختر په ورځو کې له سوال کولو نه خلاص شي.
زکاة الفطر یا سرسایه په هر هغه مسلمان چې توان یې لري د وروستۍ روژې په شپه واجبیږي، او د اختر په سهار یې ورکول غوره دي، خو علماو دا هم ویلي دي چې د اختر نه یوه یا دوه ورځې مخکی یې ورکول هم روا دي.
علماو په دی اتفاق کړی چې دا زکات په سیمه ایز ډول د یوه وخت ښه ډوډۍ د قیمت په اندازه دی او دا له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه ثابت دی.
بی شمیره فتوا ګانی د نغدو روپیو په ورکولو صادرې شوي دي ځکه چی دا فقیرانو ته په دې زمانه کې ډېر ګټور دي.
مسلمانانو ته په کار دي چې د اختر ورځو نه استفاده وکړي، صله رحمي راژوندۍ کړي، د خپلوانو لیدلو ته ورشي، او د دوستانو او نورو پیژندګلوۍ تازه کړي، او دا ورځې د خپلمنځي شخړو د هوارولو لپاره تر ټولو ښه فرصت دی.
د اختر په ورځو کی ماشومان د ښه لباس اغوستلو، د اختر د پیسو (عیدی) د ترلاسه کولو او د چکر او ساعت تیرۍ ځایونو ته دتللو سره سخته لیوالتیا لري.
نو د اختر ورځې د خوشحالۍ ورځې دي.
د انس رضی الله عنه روایت دی وایي چې یوه ورځ رسول الله صلی الله مدینې منورې ته تشریف راوړ ګوري چې خلک د دوه ورځو په نوم میلو کې په لوبو بوخت دي، نو پوښتنه یې وکړه چې دا د څه لوبي دي؟ هغوی وویل چې مونږ د اسلام نه مخکې په دی دوه ورځو کې لوبي کولې، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: الله تعالی تاسې د دې میلو پر ځای تر دې غوره میلې د بدیل په توګه درکړي دي، چی هغه د الأضحی یعنې لوی اختر او یوم الفطر یعنې د کوچنی اختر ورځي دي.
د اخترونو د میلو مناظر په مختلفو هیوادونو کې یو له بل سره توپیر لري، ځکه چې په دی مناسبت لپاره د لباس او خوراکونو په اړه د هرچا خپل خپل جلا جلا دودونه او رواجونه او عنعنات وجود لري.
د اختر په ورځ روژه نیول:
د اختر په ورځ روژه نیول د امت په اجماع سره حرامه ده، ځکه چې د اختر ورځ د خوښۍ او خوراک او څښاک ورځې دي.
د شوال شپږ روژې نیول:
د رمضان پسې د شوال میاشت پیل کیږي نو په شوال کې د شپږو روژو دنیولو فضیلتونه په ډیرو احادیثوکی ثابت شوي دي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
چاچی د رمضان روژه ونیوله اوبیا یې ورپسې شپږ د شوال روژې ونیولې دومره ثواب او اجر یې ترلاسه کړ لکه ټول عمر یې چې روژه نیولې وي.
علماء وایي چې دغه روژي نیول هم د رمضان د میاشتې د روژو د نواقصو لپاره بهترینه جبیره ده.
او دا روژي نیول د دې لپاره چې خدای تعالی د رمضان د روژو د نیولو او په دې میاشت کی د نور عبادت د کولو توفیق ور په برخه کړ او بله دا چې خدای ورته مغفرت وکړ او د اور نه يې نجات ورکړ د خدای تعالی شکر ادا کول دي، بله دا چې اسلام د خیر د کارونو په دوام باندی ټینګار کوي نو د رمضان په ختمیدو سره باید د روژو دنیولو جریان غوڅ نکړای شي.
علماو په دې اتفاق کړی چې د دغو شپږو ورځو روژونیولو لپاره د شوال د میاشتې کومې ټاکل شوې ورځې نشته بلکی انسان اختیار لري چې د دغی میاشتی په هرو ورځو کې یې دغه شپږ روژې ونیولې صحیح دي خو غوره داده چې د اختر له تیریدو پسې یې پیوست ونیسي.

















