دسولې بندې دروازې داشرف غني په تشه وینا نه پرانستل کیږي

سرلیکنه

ولسمشر اشرف غني دتیر په څیر یو ځل بیا له ارګه څخه دکوچني اختر دلمانځه پرمهال دمبارکۍ په پیغام کې  پرمخالفو وسله والو غږ وکړ چې پرمخ ېې دسولې دروازې خلاصې دي هغه ټول وسله وال چې دا مهال د دولت سره په جګړه بوخت دي دسولې دبهیر سره دې یوځاې شي.

افغان ولسمشر له ديني علماؤ، قومي مشرانواودمدني ټولنو له فعالانو وغوښتل، چې د بين الافغاني خبرو د بهير په برخه کې  دې مرسته او همکاري وکړي

”اشرف غني په خپل پیغام کې وویل چې دمبارکې روژې دپاې ته رسیدو او نیکمرغه اخترپه مناسبت پرمخالفینوغږ کوم چې ددوئ پرمخ د افغان حکومت او ولس له لوري د سولې ور پرانیستی دی.

سوله یوه ملي وجیبه ده، موږ دوینوتویولوپرځاې دسولې پلویان یو.

په ارګ کې دسولې د پیغام یوه کاپي هرکال دمخه کرزي هم مخې ته نیوله ا و د دې کاپي له مخې به ېې پرمخالفو وسلوالو د سولې غږ کاوه ، اشرف غني ته هم همغه دارګ کاپي ورکړل شوه او د کرزي په څیرېې دسولې په اړه وویل چې د روازې پرانستې دي خوپه حقیقت کې اشرف غني ته دسولې پرمخ دروازې بندې کړل شوي دي او داسې بندې لکه څرنګه چې حامدکرزي ته بندې وې.

دافغانستان دمسئلې حل نه دحامدکرزي په لاس کې و اونه اوس داشرف غني په لاس او واک کې دی چې دروازې ېې خلاصې کړي.

 دسولې دروازو ته په افغانستان کې دبهرنیوپوځونو لخوا په جګړه کې دبیا ماموریت په پیل کیدو سره یوبل قفل ورواچول شو، امریکا دافغانستان دسولې دروازې دجګړې په دوام هروخت دافغانانوپه وژنوتړي داشرف غني په تشه وینا داتړلې دروازې هیڅ وخت نه شي پرانستل کیداې.

یوانسان چې ټول کال دروغ وواايي دهغه په یوه ورځ ریښتیني ویناهم څوک باورنه کوي خو دبد بختۍ ځاې دادی چې اشرف غني درمضان  په مبارکه میاشت او اوس دمبارک اخترپه ورځ هم درواغ وویل په دې ښه پوهیږي چې امریکا افغانستان کې په پرلپسې وژنو او دجګړې په دوام دسولې درواز ې نورې هم پسې تړي خو دې ېې بیا په تشه خوله دپرانستلو ویناکوي .

موږ به د اشرف غني په وینا باور کړی وای خو چې دسولې په اړه داشرف غني سره واک او اختیار موجود وای داچې دهر اخترپه لمانځه کې دکرزي په څير دسولې غږ په وسله والو کوي دوی ته همدومره واک ورکړل شوی دی چې داختر په لمانځه کې دسولې غږ وکړي د اخترونو علاوه په نورو وختونوکې ورته دسولې دغږ واک هم نشته .

ولسمشر داختر په لمانځه کې یوځل بیا د وارسا په خیرات تکیه وکړه چې که وارسا ورته کوم خیرات ومانه  په سا ختونکي پوځ کې به ېې نیمه سا راپیداشي خو که داهم ونه شول نو د مخه هم راپور ورکړل شوی دی چې موجوده اداره به په یوکال کې سقوط وکړي.

یوازې اشرف غنې او ترې راتاو یاران به د سولې غوښتنه کوي خو توپیر په دې کې دی چې دوی په بې واکه او د تشې خولې په وینا سوله غواړي اما افغان ولس د زړه له تله د سولې غوښتونکې دي خو له بده مرغه دهرې ورځې په تیریدو سره امریکاپه افغانستان کې دسولې دروازې دخپلې تګلارې به بدلون تړي.

په افغانستان کې دوسولې دروازې هغه وخت پرانستل کیږي چې په بین الافغاني جرګه کې افغاني علماؤ، قومي او مخورومشرانو او هم یوشمیر د سولې او کړکیچنومسئلو دحل تجروبه لرونکو اشخاصوته واک ورکړل شي .

دا نن چې په افغانستان کې دجګړې اوربل او لاپسې دوام کوي دسولې دحل کیلي دامریکا په لاس کې ده اشرف غني او له ده د مخه کرزي ته ېې یواځې د سولې تش په خوله دوینا واک ورکړی وو نه دحل واک.

هروخت که  افغانانو ته دسولې د حل واک ورکړل شو افغانان لکه څرنګه چې د جګړې په ډګرکې زمریان دي دا رنګه د سولې په اړه هم لرغونی تاریخي ابتکار لری اوخپلې ټولې مسئلې د لوېې جرګې دلارې حل کولای شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button