کابل ټکی کام ۲۰چنګاښ/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
ولسمشر غني نن د وارسا غونډې په څنډه کې د چک هېواد له ولسمشر سره وکتل، او د دواړو هېوادونو د اړیکو او د پراختیا په اړه یې خبرې اترې وکړې.
د چک هېواد ولسمشر میلوش زیمان ولسمشر غني ته ډاډ ورکړ، چې تر ۲۰۲۰ میلادي کاله پورې به له افغانستان سره نظامي همکارۍ کوي.
میلوش زیمان له افغان ولسمشر سره ژمنه وکړه، چې دوی به د افغانستان لپاره ۱۰۰ پیلوټان ورزوي.
میلوش همدا راز وویل، چې دوی له افغانستان سره د هلیکوپټرو د ترمیم قرارداد ته لېواله دي.
ولسمشر غنی هم د چک هېواد د همکاریو د ژمنو د تازه کولو څخه مننه وکړه، او له میلوش څخه یې غوښتنه وکړه، تر څو په افغانستان کې د بندونو د جوړولو په برخه کې تخنیکي همکاري وکړي.
















