کابل ټکی کام ۲۰ چنګاښ/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
بریتانیا ویلي دي، چې افغانستان ته به د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو د روزنې لپاره ۵۰ نور سرتیري واستوي.
بریتانیايي چارواکو ویلي دي، چې نوي سرتیري به یې یوازې افغان ځواکونو ته سلا مشورې ور کوي، او د طالبانو پر ضد جګړه کې به ګډون ونه کړي.
دغه پرېکړه د بریتانیا لومړي وزیر ډیويډ کامیرون په وارسا غونډه کې د ناټو سر مشریزې په درشل کې کړې ده.
دا مهال په افغانستان کې ۴۵۰ بریتانیايي سرتیري مېشت دي، چې د طالبانو پر خلاف په جګړو او د افغان ځواکونو په روزنه بوخت دي.
بریتانیایي چارواکو ویلي وو، چې دغه نوي سرتیري به یې په افغانستان کې له مېشتو بریتانیايي سرتېرو سره یو ځای شي.
ټاکل شوې وه، چې بریتانیا به د روان میلادي کال په اوږدو کې له افغانستان څخه خپل سرتیري وباسي، خو دا مهال د دغو ځواکونو ماموریت تر ۲۰۱۷ میلادي پورې غځول شوی دی.
کامیرون دغه پرېکړه داسې مهال کړې ده، چې څه موده وړاندې اوباما له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په پلان کې بدلون راوستی دی، او په افغانستان کې یې د ۸۴۰۰ امریکایي سرتېرو د پاتې کېدو پرېکړه کړې ده.
















