کابل ټکی کام ۲۰چنګاښ/۱۳۹۵، انجینر میرویس څرګند
فیسبوک وايي، چې د شخصي پيغامونو د خوندي کولو لپاره په فیسبوک میسنجر کې بل اپشن ور زیاتوي، چې تراوسه د هر چا لپاره فعال نه دی.
د فیسبوک له لورې په ور کړل شویو معلوماتو کې راغلي دي، چې دغه اپشن به یوازې له یوه ماشینه د لوستلو وړ وي.
فیسبوک کاروونکي دغه اپشن یوازې په یوه ټاکلي موبایل، ټابلېټ یا کمپيوټر کې کارولی شي، ځکه مخفي پيغامونه په همدغه ماشین کې کوټ کېدلی شي.
تراوسه پورې پکې د ویډیو لېږلو اسانتیا نه ده رامنځته شوې.
دغه اپشن تراوسه پورې په ازمایښتي ډول میسنجر ته ور زیات شوی دی، خو دا مهال ورته هر څوک لاسرسۍ نه لري.
فیسبوکیان کولی شي، چې په خپله خوښه د پيغام د نه ښکاره کېدو نېټه وټاکي.
د پټ بنډار د پیلولو او د پیغام د کوټ کولو چاره هم پکې انتخابي ده.
د یادولو ده، چې دغه اپشن د بانکي حسابونو او نورو اړینو معلوماتو لپاره رامنځته شوی دی.
















