دا چې پورې په مزار جنډې رپيژي
دا ځما په شهيد يار جنډې رپيژي
دې هېوادکې ګناهګار زړونه لړزيژي
جنګ دى شور دى او غبار جنډې رپيژي
دا ګودر اوس د پېغلوټو هديره ده
چې ترڅنګ يي په چينار جنډې رپيژي
څوک طالب به يي بيا سيوري ته دمه وي
دا چې بيا کرار کرار جنډې رپيژي
دا ځمونږ د کلي نښه ده جانان
چې راځې په هره لار جنډې رپيژي
دغه دي د شهيدانو يادګارونه
داچې ځاى په ځاى قطار جنډې رپيژي
دا د پټو ارادو نتيجه نه ده
دا د مينې په اظهار جنډې رپيژي
په سپين مخ يي د توحيد کلمه ليک ده
ډار اخستي دي کفار جنډې رپيژي
امارته تر قيامته به که خداى کړي
ستا په نوم د افتخار جنډې رپيژي
د وحشي لښکر په ړنګو کلاګانو
بيا ځمونږه بې شمار جنډې رپيژي
دا ښکلا د پسرلي نه ده مفتونه
د ملګرو په يادګار جنډې رپيژي

















