کابل ټکی کام ۲۷چنګاښ/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د روزګان د ولایتي شورا یوه غړي رسنیو ته ویلي دي، چې په دغه ولایت کې د طالبانو له لورې د بریدونو پراخوالي او ورځ تر بلې پرمختګ د دغه ولایت ټولې ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره مخ کړي دي.
ښاغلي محمد ظاهر نادر وویل، چې د طالبانو د پرمختګ له کبله اندېښمن دی، او ویلي یې دي، چې د روزګان نیمه ځمکه د طالبانو په لاس کې ده، او په پاتې نیمه سیمه کې هم درندې جګړې روانې دي.
«وسله وال طالبان ورځ تر بلې د پرمختګ په حال کې دي، او دومره قوي پلانونه یې چمتو کړي دي، چې دولت یې د ماتې توان نه لري.».
له بلې خوا څخه د روزګان ولایت والي ویاند دوست محمد نایاب د نادري خبرې رد کړي دي، او ویلي یې دی، چې امنیتي ځواکونو په تېرو څو ورځو کې له طالبانو څخه ګڼې سیمې بېرته خپلې کړي دي.
نوموړي د طالبانو له لورې په ولایت کې د درندو جګړو راپورونه تأیید کړي دي، خو وایي، د اندېښنې خبره نه ده.
د یادولو ده، وړاندې هم د روزګان ولایت د سقوط خبرونه ورکړل شوي وو.
















