دكرنې وزير: افغانستان به په راتلونكو پنځو كلونو كې د غنمو له پلوه خودكفا شي

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ چنګاښ ۲۸ عبدالهادي همت

د کرنې او مالدارۍ وزير وايي  د غنمو د توليد د زياتوالي لپاره يې بېلابېل پروګرامونه تر لاس لاندې نیولي دي  او هيله من دى، چې تر پنځو کلونو پورې به افغانستان د غنمو له پلوه په ځان بسيا شي.
اسدالله ضمير يادې څرګندونې په کابل کې د کرنې د پراختيا، اوبو لګونې او مالدارۍ په برخو کې د دولسو پروژو له لاسليک وروسته له رسنيو سره په خبرو کې وکړې.

نوموړي وويل  هوډ لري، چې د غنمو د توليد له پلوه د افغانستان اړتياوې له کورنيو توليداتو څخه پوره کړي:

د غنمو لپاره زموږ برنامه يوه پراخه او څو بعديزه برنامه ده، لنډه كه ووايم هم په دې برخه كې په تحقيقاتو كار كېږي او هم د غنمو د توليد د ودې په اړه، همدا راز  يې د ضايعاتو د مخنيو لپاره هم كار كېږي، دا برنامې پنځه كلنې دي، خداى دې توفيق راكړي كه شرايط ښه وو افغانستان به د خپلو غنمو اړتياوې خپله پوره كوي.

اسدالله ضمير زياته كړه، د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت هوډ لري، چې سږ کال له دېرش څخه تر پنځه دېرش زره جريبه پورې نوې ځمکې تر اوبو لاندې راولي او د کرنې وړ وګرځي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button