کابل ټکی کام ۱۳۹۵ چنګاښ ۲۸ عبدالهادي همت
وروسته له هغه چې د روانې اونۍ په پیل کې د کابل سرپرست ښاروال اعلان وکړ، چې د ولسمشر په حکم د ۱۲۰ تنو مامورینو ځنډول شوې دندې بېرته پیل شوې او دوی خپل کار پیل کړی، خو څېړنې به ترې روانې وي.
اوس لویه څارنوالي وایي، د کابل ښاروالۍ ۱۱۰ تنه مامورین ممنوع الخروج اعلان شوي او تر هغو چې له دوی څخه څېړنې بشپړې شوې نه وي، له هېواده نشي وتلی.
پر دغو کسانو تور دی، چې له دندې یې ناوړه استفاده کړې او د فساد په یو شمیر دوسیو کې لاس لري
دا په داسې حال کې ده، چې لویه څارنوالي په نږدې راتلونکي کې د اداري فساد پرضد د عدلي او قضایي مرکز د تعیناتو د بشپړېدو خبر ورکوي او مسوولان یې وایي، چې د کار له پیل سره به د فساد د لویو دوسیو په څېړلو هم کار پیل شي

















