ننګرهار: افغان ځواکونو په کوټ ولسوالۍ کې د داعش مرکزي دفتر نیولی

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۵ زرغون خوږیاڼی
د ننګرهار ولایت له رسنیز دفتر نه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د داعش ډلې یو لوی مرکز په کوټ ولسوالۍ کې دولتي ځواکونو نیولی دی.
د خبرپاڼې له مخې، په دې مرکز کې پوځي هډه، د ترهګریزو فعالیتونو روزنیز مرکز، محکمه او نورې بېلابېلې اداري شعبې شاملې دي.
د ننګرهار رسنیو دفتر ویلي، په دې مرکز کې ماشومان د ترهګریزو فعالیتونو لپاره ګومارل کېدل او روزل کېدل.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، داعش ددغو تاسیساتو سربېره، یو مجهز درملنځی جوړ کړی و چې په هغې کې له پرمختللو وسایلو ګټه اخستل کېده.
همدارنګه د دفاع وزارت څخه په خپاره شویو انځورونو کې هم لیدل کیږي، چې افغان ځواکونه د کوټ ولسوالۍ د سرای بازار په سیمه کې د داعش په مرکزي دفتر کې دننه ولاړ دي، ځای پر ځای تور بیرغونه پر دیوالونو لګېدلي او «الخلافة الاسلامیه – ولایة خراسان» پرې لیکل شوی.
په دغه مرکز کې داسي کوټې هم شتون لري چې هغوی ته د شرعي محکمې نوم ورکړل شوی او پر دروازه یې «المحکمة الشرعیة» لیکل شوي.
ویل کیږي چې د داعش په مرکزي دفتر کې امنیتي ځواکونو ته ښه ډیر شمېر اسناد هم په لاس ورغلي چې د پلټني په موخه خوندي کړل شوي.
په یاده سیمه کې د داعش پر ضد په جګړه کې برخوال قومندانان وايي چې داعشیان له خپلو مرکزونو تښتېدلي، او پر خلاف یې اوس هم د فقیر بابا او الیاس بابا په سیمو کې عملیات روان دي.




