سومالیا: سرتیرو بریدونو کی ۱۲ عسکر ووژل شول

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۶ زرغون خوږیاڼی

تېره ورځ د سومالیا په موګادیشو ښار کې د افريقايي اتحاديې د سوله ساتو ځواکونو تر ټوله لویه اډه باندې سرتیری برید وشو، چې په نتیجه کې یې د افریقايي ځواکونو ۹ سرتیري او د سوماليې ۳ عسکر ووژل او یو زیات شمېر نور يې ټپیان شول.

سرچینه زیاتوي، چې لومړني بریدګر خپل موټربم د افریقايي اتحاديې ځواکونو له اډې سره نږدې منفجر کړ او ۹ افریقايي عسکر یې ووژل، وروسته دوهم برید ګر پرلپسې ډزې وکړې او د سوماليې ۳ نور عسکر یې ووژل او خپله بریدګر هم په متقابلو ډزو کې ووژل شو.

 په القاعده پورې تړلې د الشباب وسله والې ډلې د برید پړه منلی ده.

په سومالیا کې د حکومت څخه د ملاتړ په توګه په موګادیشو ښار کې د افریقا ګډې اتحاديې لویه قرارګاه موجوده ده، چې په القاعده پورې تړلې الشباب ډلې سره جګړه کوي.

د القاعده سره اړوندې الشباب اسلامي ډله غواړي، چې د سوماليا حکومت ړنګ کړي، ځکه چې دوی له لویدیځ څخه ملاتړ کوي.

دا الشباب اسلامي ډلې په سومالیا کې په داسې حال کې جګړې زیاتې کړي ،چې انتخاباتو ته یې لږ وخت پاتې دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button