د امریکا د ټکساس  ایالت په پوهنتونونو کې محصلینو ته  د سپکو وسلو ګرځولو  اجازه ورکړل شوه

( کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۱۲) زرغون خوږیاڼي

د امریکا د ټکساس  ایالت په پوهنتونونو کې محصلینو ته د ځان د حفاظت لپاره د سپکو وسلو ګرځولو اجازه ورکړل شوه.

ویل کیږي، چې د امریکا  په ټکساس ایالت کې د اورګان، کلوراډو او ویکانسین پوهنتونونو محصلینو ته د وړو وسلو ګرځولو اجازه شوې ده.

امریکا اسلحه په پوهنتون کی۲

په راپور کې ویل شوي، چې په تکزاس  ایالت کې خصوصي  پوهنتونونه ددې امر نه مستثنا دي. د خصوصي  پوهنتونونو محصلین نشي کولی،  چې په پوهنتون کې وسلې وګرځوي.

د امریکا  په ټکساس ایالت کې پداسې حال کې دولتي پوهنتونونو محصلینو ته د پوهنتون په انګړ کې د سپکو وسلو ګرځولو اجازه ورکړل شوه، چې  د نوموړي هیواد ولسمشر بارک اوباما په وسلو ګرځولو د محدودیت لګولو هڅې کوي.

اروپايي شنونکو په دې اړه حیرانتیا څرګنده کړې ده، چې د نړۍ پدې پرمختللي هیواد کې محصلین په پوهنتون کې د وسلو سره ګرځي.

د بله پلوه  په یاد شوي ایالت کې ځینو کارپوهانو پدې پریکړې نیوکه کړې ده او دې پریکړې نه يي د وینا د ازادۍ پر وړانډې د ګواښ او په پوهنتون کې د ویرې د فضا د حاکمولو په توګه یادونه کړې ده.

امریکا دا پریکړه وروسته له هغه وکړه، چې وخت نا وخته  په پوهنتونونو او ښوونځیو کې وسله وال بریدونه رامنځته کیږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button