
د ثبت احوال نفوس او پاسپورت ریاستونو کې محشر
تبصره : ډاکټر اصف
تیره ورځ مې په کابل کې د پاسپورت ریاست ته سر وښکاره کړ او له هغې مخکې مې د ثبت احوال نفوس ریاست ته سر وښکاره کړی و، په دواړو ریاستونو کې د بیچاره او ظلم ځپلو افغانانو ځپل شوی څیری له ورایه ښکاریدې، ټول په زرګونو کسان وو او په داسې قطارونوکې یو په بل پسې ولاړ وو، چې د قطار سر او بیخ نه معلومیدو، له یو او بل نه مې د راتګ د وخت په هکله پوښتنې وکړې، ځینو ویل چې د شپې په ۲ بجې راغلی یم او دلته په انتظار ناست يم او ځینو لا ویل چې شپه یې هم همدلته د سرک په غاړه تیره کړې ده او ډیری نورو ښیرا او بدې دعاګانې يې کولې او په ډیر افسوس سره یې ویل، چې قسم په خدای که افغانستان جوړ شي، ځکه چې د غریب او بیچاره خلکو لپاره یو معلوم سیستم او منجمنټ وجود نه لري، خپل کاروبار، روزګار، کور کلی یې پریښی کرایه یې مصرف کړی او دلته په دې هیله راغلی، چې ګوندې تذکره به یې زر تایید شي او بیا به ورپسی زر پاسپورت واخلی، ویزه به ولګوي او پیښور ته به منډه کړي او هلته خپل پاتې بچی او د کور کالي به رابار کړي.
د راغلیو افغانانو پاتې ماشومان او زنانه د هغه په فراق کې کړیږي، ځکه چې پاکستان هلته بده ورځ راخیستې او له ویزې پرته په طورخم کې اجازه نه ورکوي، چې خپل کور پسې ولاړ شي او دلته یې څوک تذکره په اسانه نه تاییدوي، هلته یې څوک په اسانۍ سره پاسپورت نه ورکوي او ورپسې په اسانه ویزه نشي ترلاسه کولی.
په ولایاتو کې د غریبو او بیچاره خلکو لپاره د پاسپورت اخیستل په دې ډول دي:
لومړی به قومندانۍ ته عریضه وکړې، ۸ قطعي خپل انځورونه به اماده کړې او د خپلې اصلي تذکرې رنګه کاپي به واخلې، دا ټول به قومندانۍ ته داخل کړې، بیا به درته وایي، چې سبا نه بله ورځ راشه.
کله چې سبا نه بله ورځ راشې نو له یوه میز نه به خپل کاغذونه واخلي او یوه بل میز والا ته به یې وروړې، هغه به درنه یو انځور وغواړي او هغه به ستا په فورمه کې سرښت کړي او بیا به درته وایي، چې لاړ شه او څلور ورځې وروسته راشه، کله چې څلور ورځې وروسته ورشې نو بیا به د نږدې ۱۰۰۰ کسانو په قطار کې تر سره لمر لاندې تر هغې انتظار کوې تر څو، چې ستا نوبت رارسیږي، (هغه هم په یوه ورځ کې ناممکنه ده) نو نږدی درې یا څلور ساعته به وتلي وي، او یواځې یو لاسلیک به درته وکړي او بیا به درته وایي، چې کاغذونه دې واخله او تذکره دې د ثبت احوال نفوس نه را تایید کړه او بیا راشه.
کله چې د ثبت احوال نفوس ارګان ته ورشې، که واسطه ولري او یا پیسې په رشوت کې ورکړې نو ځای پر ځای درته تذکره باندی تاییدي لیکي او کنه نو د پاسه پرې لیکي، چې د ولسوالۍ نه یې لومړی را تایید کړه او بیا یی راوړه، چې ولسوالۍ ته یې یوسې، که پیسې ورکوې نو ښه ده او که نه نو د خپل کلي له ملک نه یې لومړی را تایید کړه او بیا راشه، خو چې دا مراحل راخلاص کړې، بیا به درته وایي چې اوس نو ۱۲ ورځې وروسته راشه.
کله چې ۱۲ورځې وروسته راشې نو بیا به درته وایي، چې اوس مستوفیت ته ورشه تعرفه واخله، د تعرفي په اخیستلو هم یوه ورځ لګیږي او د تعرفې د محشر نه چی خلاص شې نو د افغانستان بانک ته به لاړ شې او پيسې به داخلې کړې، چې د پیسو په داخلولو هم یوه ورځ لګیږي، بیا بیرته قومندانۍ ته لاړ شې، چې بایو میټرک وکړې، یعنې ګوتې ولګوې او د سترګو عکس ورکړې، بیا به درته وایي، چی اوس نو انتظار باسه چې یوه میاشت پس دې پاسپورت راشي.
او که کابل ته لاړ شې او هلته د پاسپورت محشر تیر کړې، نو له دری څلورو ساعتونو انتظار نه وروسته به درنه تذکره واخلي او بیا به درته وایي، چی سبا نه بل سبا ته راشه.
کله چې سبا نه بل سبا ورشې نو له درې ساعته انتظار نه وروسته به خپله تذکره ترلاسه کړې، ورپسې به ځې او د وکیل ګذر د پیدا کولو هڅه به کوې، چې پیدا یې کړې، هغه به تاییدي درکړي که واسطه دی وه او یا دې پیسی ورکړې کنه نو هیڅ به هم ترلاسه نه کړې، له هغی پس به د برق بل سره له دې تاییدي ولسوالۍ ته لاړ شې، چې هغوی یې هم تایید کړي، بیا به ورپسې د پاسپورت ریاست ته ورشې، د پاسپورت ریاست تر ټولو غټ صفت دغه دی، چی ډیر تیز کار کوی او ډیر منظم او د یوه ښه منجمټت او سیستم لورونکي دي.
هره ورځ ۳۰۰۰ کسانو ته پاسپورت ورکولای شي او ورکوی یې، خو سره له دې هم مکمله ورځ به تیروې، چې د تعرفې، بانک، بایو میترک او نور مراحل طۍ کړې، نور به درته وایي، چی لاړ شه او پاسپورت به د ډاګ په واسطه درشي، کم تر کمه په درې ورځو کی او زیات نه زیات په لسو ورځو کی.
خو !
که خپله له ټولو مراحلو پرته د پاسپورت همدغه ریاست ته چې په کار کولو او منجمټ کې ښه نوم لري، ۵۰۰ ډالر ورکړې نو ټول کار درته په ظرف د دوه ساعتونو کې راخلاصوي او پاسپورت په لاس درکوي.
دا لا څه کوې چې د ثبت احوال نفوس د دفتر نه د باندې د دیوال شاته عریضه نویسان ناست دي، که د هغوی ظلمونه دې ولیدل نو حکومتي ظالمانو ته به دعا وکړې، هغوی درته وایی ۱۰۰۰ افغانۍ راکړه، چې د تذکرې تاییدي درته په یو ساعت کی اجرا کړم. او که نه ګرځه سر وهلی بر وهلی.



