دونالډ ټرمپ: کلنټن “شیطانه” ده او سېنډرز له “شیطانې سره معامله کړې”

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۱۲) زرغون خوږیاڼی
د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو جمهوریت ګوند کاندید ډونالډ ټرمپ پر خپلې دیموکراتې سیالې هیلري کلنټن باندې کلکې نیوکې وکړې. ټرمپ په خبرو کې خپله سیاله هیلري کلنټن “شیطانه” بللې ده.
ډونالډ ټرمپ په خپلو خبرو کې هیلري کلنټن “شیطانه” وبلله. هغه وړاندې مېرمن کلنټن “فرېبکاره” بللې وه، خو په وروستۍ وینا کې یې له مېرمن کلنټن نه د ولسمشرۍ کاندیداتورۍ لپاره د دیموکرات بل داوطلب برني سېنډرز ملاتړ ته په اشارې سره وویل “سېنډرز له شیطانې سره معامله کړې ده، هغه (کلنټن) شیطانه ده او سېنډرز له شیطانې سره معامله کړې ده.”
سېنډرز د دیموکراتانو په ګوند کې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د هیلري کلنټن تر څنګ بل نوماند و، خو دیموکرات ګوند هیلري کلنټن خپله مشره وټاکله، چې وروسته سنډرز له هیلري کلنټن څخه ملاتړ څرګند کړ.
همدا راز ټرمپ په امریکا کې د نومبر میاشتې ولسمشریزو ټاکنو کې د درغلی خبرداری ورکړی.
ښاغلي ټرمپ چې په اوهایو کې یې یوې ناستې ته خبرې کولې وویل، په وار وار یې اورېدلي چې سیالي به رڼه نه وي او باید په زغرده ووایم چې ټاکنو کې د لاسوهنې اندېښنه لرم؛ خو ټرمپ ددې ادعا لپاره څه شواهد نه دي وړاندې کړي.
ټرمپ فوکس نیوز سره مرکه کې په تکرار سره وویل: “د نومبر په ۸مه باید ډېر پام وکړو، ځکه ټاکل شوې چې د خلکو رایو کې لاسوهنه وشي. زه هیله من چې جمهوریپالان له نژدې څارنه وکړي، کنه نو زموږ حق به له موږ نه واخلي.”
اوس په امریکا کې نظرپوښتنې ښيي، چې د دیموکراتانو کاندیده هیلري کلنټن تر خپل سیال مخکې د. شنونکي په اند دي، چې د ښاغلي ټرمپ لخوا د دا ډول تورونو انګیزه شاید همدا سبب وي.



