امريکا: چاودنې دوه تنه وژلي او ۳۱ تنه ټپيان کړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۲۲) الماس خدرخېل

د امريکا د ماريلنډ ايالت په يو اپارتمان کې، د چاودنې او اورلګېدلو له امله تر دا دمه ۲ تنه وژل شوي.

پېښه د ماريلنډ ايالت د سيلور سپرېنګ په نوم سيمه کې په يو اپارتمان کې رامنځته شوې، د چاودنې له امله اور لږېدلی، چې د اپارتمان زياته برخه يې زيانمه کړې.

د پېښې ځای ته د اور وژنې ټيم او اطفايه رسېدلي او د تعليمي سپيو په واسطه د اپارتمان لاندې انسانان لټوي.

د ماريلنډ پوليسو ويلي تر دا دمه په پېښه کې ۲ تنه وژل شوي او ۳۱ تنه نور سخت ټپيان دي، دا لا څرګنده نه ده چې پېښه څه ډول رامنځته شوې.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button