لیکنه ـ بدر منصور
نیمګړي دنیاګۍ ته د انسانیت د وجود او راتګ سره تر نن ورځي پوري په هره زمانه کې د انسانانو د دوو یا ډېرو ډلو تر مینځ چې ډېر ځله یوه د مؤمنانو او بله د کافرانو ډله وي اختلاف، دښمني، مقابله او جګړه شوې ده، کله یوه ډله کامیابه شوې او کله بله.
په جګړییز او نظامي لحاظ دا یوه معقوله او عمده جنګي قاعده ده چې (د جنګ کوم اړخ چې د ولس زړونه وګټل، هغوی د ولس ملاتړ وګاټه او چا چې د ولس ملاتړ وګاټه، هغوی جګړه وګټل). بناءً که په افغانستان کې د اوسني اوږدې جګړې صوانح، بریاوي، شکستونه او جریانات د شروع له ورځي یعني 2001 م څخه تر دا مهال 2016 م پوري په دقت سره تر مطالعې او څار لاندې ونیسو او د افغان ولس یوه رښتینې، بې طرفه او مکمله سروې وکړو، نو سمدستي به دا حقیقت له ورایه راته څرګند شې چې افغان ولس د طالبانو (چې د جګړې یو اړخ دی) تر شا ولاړ او ملاتړی دي، ځکه طالبان چې د افغانستان اسلامي امارت تر عنوان لاندې کوم تحریک دی، اصلاً د افغان ولس له مینځه راټوکېدلی یو اسلامي فکر او عقیدة ده، افغان ولس سل سلنه مسلمانان، اسلامي شعایرو او مقدساتو ته ژمن، د بهرنیو یرغلونو په وړاندې مجاهدین او د اسلامي او افغاني کلتور، فرهنګ او دود ساتونکي خلک دي، همدا وجه ده چې په تیرو پنځلسو کلونو کې طالبان په ټول هیواد کې بریمن او مخ پر وړاندې روان دي او مقابل طرف (د کابل اداره) ناکام او د شکست سره مخ ده.
کله چې په 2001 م کې د امریکا په مشرۍ د ناټو صلیبي ټلوالي پر افغانستان بم وري او ستر یرغل وکړ او د طالبانو اسلامي با امنیته حکومت یې له مینځه یووړ، اکثریت طالبان لیري پرتو سیمو او غرونو ته شول او د بیا جګړې لپاره په تیاري، سمبال او د ملګرو په راټولونه بوخت شول، له څو میاشتو وروسته چې طالبانو د دویم ځل لپاره خپل صفونه منظم کړل او د ناټو او افغان حکومت سره د بیا جګړې لپاره میدان ته راووتل، د دوی د یوه ستر فوځي قوماندان ملا دادالله اخند سره د کندهار، هلمند، تیري، زابل او نورو ولایتونو ولسونو د کلک ملاتړ، همکارۍ او د یرغلګرو په وړاندې د جهادي فریضې د اداء کولو ژمنه وکړه، دا چې افغان ولس د طالبانو ملګری وو، نو سمدستي ملا دادالله اخند د دیلنور په دره کې د جګړې پر مهال څه کم سل افغان پولیس او یو امریکایې سرتیری له وسلو او موهماتو سره ونیول، چې وروسته یې امریکایې سرتیری وواژه او پولیس یې د د امریکایانو او افغان حکومت سره د بېزارۍ او توبې په شرط خوشي کړل.
طالبانو په تیرو پنځلسو کلونو کې د ښه ادارې، رهبرۍ، نظم او د افغان ولس سره د ښې رویې او برخورد په وجه د ولس زړونه وګټل، په ولس کې یې خورا باور او پراخ نفوذ پیدا کړ، افغان ولس هم ورته ځان او مال قرباني کړ، په خپلو کلو او کورونو کې یې ځای ورکړ، په جګړه کې د دوی سره اوږه په اوږه ودرېدل، شهادتونه، زخمونه او محبسونه یې پر ځانونو ومنل.
اوس مهال هم که وګورو د افغانستان تقریباً هره کورني امریکایې جګړې ځپلې ده، کوم کسان چې په جګړه کې په شهادت رسېدلي دي، 99 سلنه افغانان دي او پاتي 1 سلنه بهرني عرب دي. په جګړه کې زخمیان او معیوب شوي کسان هم یوازي افغانان دي. په ګونټنامو، بګرام، څرخي پله او ټولو زندانونو کې بندیان کسان هم ټول افغانان دي.
دا د دې دلیل دی چې د بهرنیانو او افغان حکومت پر ضد جګړه افغان ولس کړېده او کوي یې.
خو کوم کسان چې د افغان حکومت لپاره جګړه کوي، په اوردو، پولیسو او نورو برخو کې دندي تر سره کوي، هغوی د پیسو، څوکۍ او شخصي دښمنیو د لرلو په خاطر کار کوي، وطن، ولس او د جګړې ګټلو ته هیڅ اهمیت نه ورکوي.
دا چې په دې ورستیو کې د طالبانو بریدونو زور اخیستی، ډېري سیمي تر خپل واک لاندې راولي او په چټکۍ سره پر مخ روان دي، ښکاره وجه یې د افغان ولس همکاري او ملاتړ دی.
دا دی اوس د هلمند ولایت لښکرګا د سقوط په حال کې ده، طالبانو د لښکرګا پر خلکو ږغ کړی دی چې د دوی له خوا د ضرر نه دې بېخي بېغمه شي او د دوی سره دې تر خپله وسه همکاري وکړي.


















