مولانا عبدالباقي
کله په انسان کې نيک اخلاق بدل شي او په ده کې بد اخلاقي رامنځته شي، چې دا بد اخلاقي کله د داسې عارضي اسبابو او امورو له وجهې وي، چې د هغې په وجه په انسان کې نرمي په سختۍ بدليږي، چې د دې اسبابو له جملې څخه ځينې اسباب په لاندې ډول دي:
لومړی: قدرت او منصب
کله چې يو انسان قدرت او منصب ته ورسېږي، نو دا هم د ده په اخلاقو کې بدلون راولي او خپلو ملګرو ته نا انشا ښکاري، د دې له امله، چې يا خو د ده په طبيعت کې بخل وي او يا د ده په سينه او حوصله کې تنګي وي او څوک، چې په خپل منصب مغروره شو، نو دی به د عزل په وخت کې ذليله شي او يو چا ويلي: د منصب څخه عزل او ذلت د منصب د غرور څخه تعجب کوي.
دوهم: د منصب څخه معزوليدل
کله د يو منصب څخه په لرې کېدو سره د حاکم اخلاق خرابه شي او حوصله يې متاثره شي او دا له دې امله وي، چې يا خو د منصب څخه په لرې کېدو ډېر خفګان کوي او يا يې صبر کم وي.
درېيم: مالداري
کله، چې يو غريب انسان مالداره شي، نو په دې سره هم د مالداره بخيل اخلاق د کبر له وجهې بدليږي او د ده طريقه کار د شر د وجهې نه خراب شي د دې له امله ويل کېږي: څوک، چې غني شو نو بد اخلاقه شو.
څلورم: غريبي
کله د غريبۍ له امله هم اخلاق بدليږي او دا له دې وجهې، چې يا خو نوموړی د غريبۍ ذلت نه خوښوي او يا خو د مالدارۍ په نه موجودتيا خفګان او تاسف کوي، د دې له امله رسول صلی الله عليه وسلم فرمايلي: (نږدې ده چې فقر او غريبي د کفر لپاره سبب وګرځي).
پنځم: غم
کله د بد اخلاقۍ لپاره سبب هغه غمونه او پرېښانيانې وي، چې د انسان سالم عقل ختموي او زړه پرېشانه کوي، چې په دې غمونو کې د برداشت ګنجايش نه وي او نه به په صبر سره کنټروليږي. چا ويلي دي: غم او پرېشاني د زهرو په شان ده. ځينې اديبانو ويلي: غم د هغه مرض په شان دی چې د غمجن انسان زړه خوري.
شپږم: مرضونه
د بد اخلاقۍ د اسبابو څخه يو سبب هغه مرضونه دي، چې په هغې سره د انسان طبيعت داسې متاثره شي لکه، چې په دې سره د مريض انسان بدن متاثر کېږي، نو په دې صورت کې د مريض اخلاق په اعتدال پاتې نه شي او نه د دې مرضونو سره انسان د دې برداشت کولای شي.


















