ايټاليا: په زلزله کې د وژل شوو کسانو شمېر  تر ۱۸۷ واوښت

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵وږی ۴) الماس خدرخېل

په ايټاليه کې د تېرې زلزلې له امله د وژل شوو کسانو شمېر له ۱۸۷ تنو اوښتی ويل کېږي، چې نوموړې زلزله د ريښتر په کچه ۶،۲ درجې وه.

تر دې دمه په زلزله کې د ۳۷ وژل شوو کسانو مړي موندل شوي او تر ۱۵۰ نور يې تر کنډوالو لاندې دي.

رسنيو ويلي، چې زلزلې د ځينو ښارونو ډېری برخې په بشپړ ډول له منځه وړي، همدرانګه تر ۴۰۰ په شاوخوا کې خلک ټپیان شوي دي.

ځايي اوسېدونکي وايي، چې په نوموړې سيمه کې ډېری خلک د رخصتۍ موسم تېروي او هلته مېلو ته ورځي.

ژغورنکې ډله په ودانيو کې د ايسارو کسانو په لټون بوخته ده، دوی وايي شايد له ودانيو نور مړي هم راووځي.

د يادونې ده، چې شوې زلزلې پيسکاراډیل تورانټو، امرتسيا او پېراګيا ښارونه تر نورو ښارونو ډېر خراب کړي او نړولي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button