
د سوریې مخالف وسله وال ځواکونه د ترکې په ملاتړ جرابلس ښار ته نږدې کیږي
د الجزیرة نه په مننې
عزیر اسدخیل
د الجزیزة خبریال وایي چې د سوریې د وسله والو مخالفینو ځواکونو جرابلس ته نږدی څلور کلي نیولي دي، له بلې خوا نه د ترکیې فوځ د اسلامي دولت د تنظیم تر کنترول لاندې سیمی تر سخت برید لاندې نیولي دي، دا یرغل پر جرابلس ښار او شاوخوا سیمو باندی دنړیوال ائتلاف په مرسته د تنظیم د ځواکونو دشړلو په موخه پیل شوي دي.
خبریال وایی د جرابلس ښار مخې ته د ترکیې په پوله په معن الخضر سیمه کې وسله والو مخالفینو حجیلیة کلی نیولی چی د جرابلس لویدیځ ته په پنځه کیلو مترو کې موقعیت لري او د قریی نه لاندې هغه سیمه یی هم نیولی چی د اسلامي دولت د تنظیم په لاس کې و.
د دی پرمختګ نه وروسته وسله وال مخالفین اوس جرابلس ته په یو کیلو متر فاصله کی قرار لري، دا وروسته له هغی چی د سوریی له پولو تیر شول او د ترکیی د ټانکونو خواته یی ځانونه ورسول، د ترکیی د دوغان اژانس ویلي دي چې د اسلامی دولت د تنظیم ۴۶ سرتیري په دغه سیمه کې وژل شوي دی.
یاد ترکی اژانس زیاته کړې ده چې د سوریی آزاد پوځ څلور کلي نور هم په جرابلس کې د درع الفرات په عملیاتو کی نیولی دی. او اوه سوه سرتیری یی د سوریې خاورې ته ننوتي چې له د ترکیې له خاورې نه یی حرکت کړی و.
د الحجیلیة کلی.
د الآناضول خبري اژانس د وسله والو مخالفینو د سرتیرو هغه انځورونه هم خپاره کړي دي چی ښیي دغه سرتیري د الجیلیة کلي ته پرته له مقاومته ننوځي، د مخالفینو ځواکونه د قریی ګردچاپیره سیمې امنیت ټنیګ کړی څو له دغه ځایه حرکت وکړي او د جرابلس مرکز ته ځانونه ورسوي او په هغو عملیاتو کې شریک شي چې له دغه ښار نه د اسلامي دولت تنظیم د ویستلو لپاره پیل شوی دي.
وسله وال مخالفین هڅه کوي چې د جرابلس غربي دروازی ته پرمختګ وکړي څو ښار ته تلونکې او له ښار نه راتلونکی د تنظیم د مرستو لاره له دوه اړخونو جنوبی او غربي خواته قطع کړي، په داسی حال کې چې شرقي خوا باندی د سوریې دموکراتیک ځواکونه او له شمال نه پری ترکیه ولکه لري.
په جرابلس کې سیمه ایزو سرچینو الجزیرة ته وویل چې د تنظیم سرتیري اوس هم په ښار کي خپاره دي، او د جرابلس زیات اوسیدونکی نورو سیمو ته د اسلامي دولت د تنظیم د ولکی او د ترکیی او سوریی د پولو د بندیدو له امله د وتو په حال کې دي.
ترکی خوځښت
وسله والو مخالفینو د ترکیی پر ځانګړو ځواکونو د جرابلس په داخل کی یرغل کړی او ترکیی فوځ په ځواب کي د توپونو او توغندیو ګڼې ډزې کړي دي. سربیره پر دې د نړیوال اېتلاف هوایي ځواکونو او د ترکیې الوتکو هم د اسلامي دولت د تنظیم پر مورچلو بمبارۍ کړي دي.

د جرابلس ښار په مرکز او پر هغه مرکزي لویه لاره چې د تنظیم په واک کی ده او الباب ښار جنوب غربي خواته تللې ده، او هم د جرابلس لویدیځ ته پر حلوانیة کلي باندی هوایي بریدونه شوي تر څو د تنظیم استراتیژیکی سیمی له مینځه یوړل شي. مخالفینو بیا د ترکیې په داخل کې همدی ته ورته ځایونه تر خپلو درنو وسلو د بریدونو لاندې راوستي دي، د فرانسی مطبوعاتي آژانس ویلي دي چې د ترکیې لس ټانکونه د سوریې خاوری ته ننوتي دي او د اسلامي دولت پر مرکزونو یی برید کړی دی.
د تیر نومبر نه وروسته له هغې چې ترکې یوه روسي جنګي الوتکه له خپلی پولی سره راوغورځوله دا لومړی ځل دی چې د ترکیی هوایی ځواکونه په سوریه کی دننه سیمی خپل هدف ګرځوي. همدارنګه دا د ترکیی ځواکونو لومړی پراخ یرغل دی چې د هغو محدودو عملیاتو نه وروسته یې پیل کړی چی په ۲۰۱۵ کال په فروری کی یی د عثمانی دولت د بنسټ ایښودونکی نیکه سلیمان شاه د جسد د انتقالولو لپاره پیل کړی وو.
د ترکیې داخله وزیر نن ویلي دي چې په جرابلس کی دا نظامی عملیات به محدود وي او زیاته کړې یې ده چې ډیر زر به پای ته ورسیږي.
دا نظامی عملیات د اسلامی دولت د تنظیم له تهدید څخه د سیمی دخلاصون او د سوریی د دموکراتکیو ځواکونو د لارې د قطع کولو په موخه پیل شوي دي، هغه چی د فرات له نهر تیر شوي دي او د منبج ښار کې د حلب خیتځ خواته د اسلامی دولت ځایونه یې نیولي دي دي، او په جرابلس باندې د یو لوی یرغل تیاری يې نیولو.



