اردوغان: د سوريې جرابلس ښار مو له داعش ډلې نيولی

(کابل ټکی کا ۱۳۹۵وږی ۴) الماس خدرخېل

د ترکيې رئيس جمهور ويلي، چې د سوريې د جرابلس ښار يې له اسلامي دولت وسلوالو نيولی.

رجب طيب اردوغان په انقره کې د امريکا د جمهوررئيس معاون جوبايډن سره په ملاقات کې وويل، چې د جرابلس ښار له هغې وروسته سقوط وکړو، چې د دوی ځانګړي ځواکونه او ټانګونه د امريکايي هوايي جنګي طيارو په ملتيا د ترکيې له سرحد نه ور واوښتل.

جوبايډن وويل، چې امريکا د دې عملياتو حمايت کوي او په دې عملياتو کې به  د امريکا جنګي الوتکې  د ترکيې د ځانګړو ځواکونو کمک کوي.

د ترکيې پوځ ويلي، چې په دې عملياتو کې يې يو تن پوځي سرتېری وژل شوی او په لسګونه داعشيانو ته يې مرګ ژوبله وراړولې.

د جبهة النصرة رسنيو ويلي، چې داعش جنګيالي د جرابلس نه سويل لوري ته د الباب ښار ته تښتېدلي دي.

په يادو عملياتو کې د ترکيې پوځ د (بيرقدارټي بي۲) بې پيلوټه الوتکو نه د داعش د مرکزونو د څار په موخه کار اخيستی.

د يادونې ده، چې  ملګرو ملتونو په سوريه کې د فراټ ډال په نامه عملياتو نه ملاتړ اعلان کړی او  په ترکيه کې وروستۍ چاودنې او بريدونه يې غندلي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button