اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سبا سعودي عربستان ته ځي

کابل ټکی کام ۲۴تله/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د اجرائیه ریاست له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې ډاکټر عبدالله عبدالله سبا سعودي عربستان ته سفر پیلوي.
خبرپاڼه کې راغلي دي، چې اجرائیه رئیس به د دغه سفر په لړ کې د سعودي عربستان څخه د یو لړ مرستو غوښتنه وکړي.
نوموړی به له سعودي عربستان څخه وغواړي، چې پر پاکستان فشار راوړي، تر څو د افغانستان د سولې په اړه ګوټلي ګامونه پورته کړي، همدا راز به د اقتصادي او لوړو زدکړو یو شمېر هوکړه لیکونه له عربي چارواکو سره لاسلیک کړي.
د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال فیصل وایي، چې ډاکټر عبدالله عبدالله به په راتلونکو نږدې ورځو کې د افغان سولې په بهیر کې پاکستان ته هم سفر وکړي.


