طالبان سوله غواړي؛ خو (جګړه غواړو) سره نه

م. خاموش
وړمه ورځ اشرف غني په ارګ کې د افغانستان د روانې جګړې د پاى ته رسولو او طالبانو سره د سولې په اړه يوه غونډه جوړه کړه، چې پکې يو شمير پخوانيو په دولت کې ورګډ شوو جهادي مشرانو، د غرب په اخور راستر شوو سياستوالو او دولتي لوړو پوستونو ته ګمارل شوو د کمونستي نسکورشوي نظام ګوندي کدرونو ته پکې د ګډون بلنه ورکړل شوې وه .
د اشرف غني لخوا د مخه دا ډول ترکيبي غونډه نه وه شوې، د برکسل له کنفرانسه چې راستون شو هر چا چې ورته په غوږ کې د دا ډول غونډې د ترکيب مشوره ورکړې ده هغه به خپله ډاکټر صاحب او اقتصاد پوهه مفکر ته معلومه وي .
په ظاهره د افغانستان د نه حل کيدونکى شخړى د حل په اړه دا ډول غونډې ته افغان ولس په پټو سترګو هر کلی ځکه وايي، چې د کندوز او فراه ولايت په څير د نورو ولايتونو اوسيدونکو سره هم پر خپلو خپلو ښارونو د احتمالي بريدونو انديښنې شته .
د ارګ په مانۍ کې د اولسمشر غني لخوا د طالبانو سره په کلونو کلونو جنګيدونکي مثلث ترکيب څخه جوړه شوې غونډه کې دا پريکړه وشوه، چې د هېواد په دننه يوې اجماعي سولې او مذاکراتو ته زمينه برابره شي.
دا نظر او پريکړه که څه هم د تيرو غونډو او جرګو په څير به يواځې د کاغذ پرمخ او مطبوعاتو د سر ټکو په شکل پاتې شي، د افغانستان په اړه بهرنۍ افغاني ضد رسنۍ به پرې په افغانانو کې د کرکې د زياتوالي تبصرې وکړي؛ خو په عمل کې جوته نه ده چې د افغان ولس په ګټه دى د يوه خڅوڅکې اهميت هم ولري .
دا ډول فرمايشى غونډې د کمونستي رژيم د زوال او بيا د تش په نامه جهادي مشرانو ترمنځ د ارګ پر سر خپل منځي جګړو په دوران کې هم جوړې شوې وې، چې پايله یې د افغانستان د مظلوم ولس د وينو تويول شول او تر اوسه لا دوام لري.
د ارګ په غونډه کې اشرف غني هغه جهادي پخواني يو شمير مشران رابللي وو، چې هغوى خپله د طالبانو سره د جګړو د ناکاميو وروسته دولت ته تسليم شوي دي .
د ترکيبي مثلت دويم اړخ دولت کې د غرب په اخور راستر شوي سياستوال د جګړې په دوام کې د خپل سياسي ډالري ژوند بقا ګوري او د ترکيب درېيم برخوال د کمونستي نسکور شوي رژيم ګوندي کدرونه چې دا مهال په لوړو پوستونو او وزارتونو قابض دي د طالبانو سره سوله د خپل عقيدوي او جسمي ژوند له وجوده د سا ورکړه بولي.
په مثلث ترکيب کې درې واړه خواوې جګړه مارې دي، هيڅ وخت سوله نه غواړي، هغوی د جګړې په دوام ژوندي پاتې دي که سوله وشي حساب به ورسره وشي، دوی جنګي قاتلين او لاسونه یې د مظلوم افغان ولس په وينو ککړدي.
طالبان سوله غواي د هغه چاسره چې هغه په ریښتوني توګه د افغان بې دفاع او مظلوم ولس اسلامي او ملي ارزښتونو ته قايل نمايده ګان وي.
داغلط تاثر دى چې طالبان سوله نه غواړي او په جګړه ټينګار کوي .
که طالبان د افغان ولس ريښتني نماينده ګانو سره په هېواد کې د اسلامي نظام د نفاذ او امن په خاطر سوله ونکړي بيا نو جګړه د څه دپاره کوي ؟
بيانو د جګړې هدف څه دى ؟ د يوه انسان د ژوند قرباني هغه وخت په قربانۍ شميرل کيږي، چې ولس ته ژوند او آزادي ترلاسه کړي.
طالبان سوله غواړي خو کال په کال د سولې په پلمه د جګړې د دوام جګړه غواړو سره نه.


