د لوړ کولیسترول خطرونه

عزیر اسدخیل
د وینی د رنګونو د دیوال سختوالی او تنګوالی.
د زړه د رنګونو ناروغي او تنګوالی چه په نتیجه کی د زړه عضلې ته په کافي اندازه وینه او اکسیجن نه رسیږی.
کله چې د زړه عضلې ته په کافي اندازه وینه او اکسجن ونه رسیږي د زړه حملې او حتی د زړه د ودریدو او مرګ سبب کیږی.
دا چې د زړه عضلې ته په کافي اندازه وینه او اکسیجن ونه رسیږي، د سینې درد او نارحتي یا خناق صدري را مینځ ته کیږی.
د وینی د رګونو ناروغی.
د زړه وړې او غټې حملې چه کیدای شي د زړه د ودریدو او مرګ سبب شی.
د ویني د لوړ کولیسترول نښې:
خناق صدري یا د سینې درد چې د غاړې چپ لاس معدې او شا خواته انتشار مومي.
د تمرین یا ګرځیدو په وخت کې د لینګیو دردونه، چې د ویني د رګونو د تنګوالي له وجې مینځ ته راځی.
په وینه کې د لخته یا غوټه مینځ ته راتلل چې کیدای شي د وینې د رګونو د بندیدو سبب وګرځي او همدارنګه د وینې د رګونو پرې کیدل یا سوري کیدل.
د بدن د پوستکي خصوصآ د سترګو په شاوخوا پنډې زیړ رنګه لکو را مینځ ته کیدل.
د وینی د لوړ کولیسترول اسباب:
غذایی رژیم: هغه غذایي مواد چې په لوړه اندازه کولیسترول لری لکه: هګی، پښتورګي، بحري غذایي مواد، لبنیات، حیواني غوړي لکه کوچ، د مال غوړي، وازګې سپینې غوښې .
د فزیکي کار او تمرین کموالی یا نه کول، ځای په ځای کښیناستل او پریوتل د کولیسترولو خصوصآ د بدو کولیسترولو د لوړیدو سبب ګرځي.
د وزن زیاتوالی.
د مخدره موادو خصوصآ سګریټو زیات استعمال د بدو کولیسترولو د زیاتیدو سبب کیږي.
د الکولي مشروباتو استعمال.
خطرناک فکتورنه کوم چې د تداوۍ او وقایې وړ هم نه دی:
کورنۍ تاریخچه، هغه کسان چې د زړه د ناروغانو او لوړ کولیسترول درلودونکي مخکني واقعې ولري، مثلآ که د چا پلار ورور مور او داسې نور. د لوړ کولیسترول تاریخچه درلودله نو تاسې هم په خطر کې یاست کیدای شي ورباندې اخته شي.
د کولیسترول لوړه اندازه په نارینه و کې نسبت ښځو ته زیاته ده یعنې نارینه نسبت ښځو ته زیات په دغې ناروغۍ اخته کیږي.
هغه ښځې چې تر وخت مخکې شنډیږي، یعنې میاشنی عادت یې بندیږي نسبت هغه ښځو ته چې ناوخته شنډیږي د کولیسترول د لوړیدو په ناروغۍ ډیرې اخته کیږي.
تشخیص:
د کولیسترول اندازه د لابراتواري معایناتو په وسیله کیدای شي، د کولیسترول د اندازې لپاره مریض باید د معایناتو څخه ۱۲ ساعته مخکې هیڅ شی ونه خوري او ورسته بیا د وینې نمونه د مسوول کس له خوا اخیستل کیږي، په وینه کې باید د LDL, HDL او Triglycerides درې واړو اندازه معلومه شي.


