فاریاب: چهلګزي کې طالبانو دوستمي ملېشو ته دروند مالي او ځاني زیانونه اړولي دي

کابل ټکی کام ۲۵تله/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
له فاریاب ولایت څخه خبري منابع وايي، چې پرون سهار د دغه ولایت د چهلګزي ولسوالۍ اړوند د کنک، کاریز او چهارشنبې په سیمو کې د طالبانو او د دوستمي ملېشو ترمنځ سخته جګړه روانه وه، چې ماښام د دوستم په ماتې سره پای ته ورسېده.
طالبانو په دغه جګړه کې د راکټونو، ماینونو او نورو سپکو او درنو وسلو په مټ د دوستمي ملېشو ۷ ټانګونه، ۲ رېنجر موټر او یو ستر اکمالاتي موټر له منځه وړي دي.
د طالبانو له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د دغې جګړې په پایله کې د دوستمي ملېشو د ۵ قومندانانو په شمول ۵۰ تنه جنګیالي وژل شوي دي، چې د ۱۵ تنو جسدونه لا هم د جګړې په ډګر پاتې دي.
طالبان وایي، په وژل شویو کې د دوستم ۵ تنه ځانګړي قومندانان او ساتونکي (قومندان میرویس، مجید قره ترکمن، قومندان شاه محمد او نور) هم شامل دي.
طالبانو همدا راز ویلي دي، چې د قیصار ولسوالۍ امنیه قومندان او د فاریاب ولایت لپاره د دوستم خصوصي نماینده نظام ګاو په ګډون ۱۰۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
ټپیان د مرکز میمنې، قیصار ولوسالۍ او شبرغان روغتونونو ته رسول شوي دي.
طالبانو له مقابل جانب څخه ۲ ټانګونه، یو رېنجر موټر، یو کروزین موټر، یو هشتادودو، ۸ روسي کلاشنکوفونه او نور ګڼ مهمات نیولي دي.
په جګړه کې د طالبانو ۳ تنه جنګیالي هم وژل شوي دي او ۵ نور ټپیان دي.
د یادولو ده، د جګړې پر مهال ۸ چورلکو د دوستمي ملېشو ملتیا هم کوله.


