عربستان: په یمن کې اوربند ته اماده یو

کابل ټکی کام ۲۶تله/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر الجبیر نن دوشنبه اعلان کړه، چې دوی په یمن کې اوربند ته اماده دي.

نوموړي وویل:

«مونږ په یمن کې د حوثیانو د موافقت په صورت کې اوربند ته اماده یو.»

الجبیر دغه څرګندونې داسې مهال کوي، چې تېره ورځ امریکا په یمن کې د اوربند غوښتنه کړې وه.

په یمن کې د انصارالله او د سعودي ځواکونو ترمنځ وخت نا وخت جګړې کیږي، چې ډېری وخت د دغو جګړو قرباني ملکي وګړی وي.

د یادولو ده، څه موده وړاندې د سعودي عربستان هوايي ځواکونو په یمن کې پر یوه کور هغه مهال برید وکړ، چې د واده مراسم پکې روان وو.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button