ماشوم څه ډول ښه وده کولای شي

فصیح الله عمرزی

په زیات شمیر غریبو کورنیو کې ماشومان له مناسبې ودې محروم وي، هغسې وده نه شي کولای لکه څرنګه یې چې د یوه شتمن اولاد کوي.

په عمومي ډول زمونږ په څیر په وروسته پاتې ټولنه کې ماشومان د ژوند د ډول ډول اسانتیاو محروم دي. د نورو هیوادونو او یا د هیواد په دننه کې د شتمنو اولادونه د درس ویلو وروسته پارکونوته ځي او چې کورونو ته راستانه شي هغه غذا ورته رسیږي چې هغه د یوه غریب اولاد په کال کې خوړل څه چې لیدلای هم نه شي.

سره د دې ټولو ستونزو مونږ باید په ماشومتوب کې د خپل اولاد جسم ته پاملرنه وکړو، چې د یوه کال په موده کې یې څومره وده کړې، د شپږو میاشتو په موده کې څومره او یا یې د ودې پرځای پخوانی وزن ساتلی که له لاسه ورکړی دی.

په لومړي سر کې باید مونږ د زیږیدنې دمخه د ماشوم د مور روغتیايي حالت ته پاملرنه وکړو، تر څو روغ رمټ اولاد ولرو او که د زیږیدنې وروسته له کومې ناروغۍ سره ماشوم مخ شي باید د ماشوم په درملنه کې بیړه وکړو.

هوښیاران وایي ماشوم ګل دی په لږ وخت کې مړاوی او په لږ وخت کې تازه کیږي، د ګلونو په ساتنه او پالنه کې د مور او پلار ونډه ترهرچا غوره ده .

په لومړي سر کې چې ماشوم وزیږیږي د مور شیدې ورته ډیرې ګټورې دي او بیا وروسته له شپږو میاشتو ماشوم ته هغه پاسته او نرم خواړه چې  د ماشوم په وده کې مرسته کولای شي باید ورکړل شي.

ماشوم باید تل په وده کې وي که د درې میاشتو په تیریدو سره د ماشوم په وده کې زیاتوالی رانه شي د یوه پوه ډاکټر سره مشوره کول ضروري ده .

ماشوم ته د ښې غذا د ورکولو ترڅنګ ماشوم باید به ذهني ډول خوشحاله وساتل شي. په یوه داسې ماحول کې تربیه ورکړل شي چې په ذهني توګه ژوبل نه  کړل شي، کوم ماشوم چې په ذهني توګه د ډول ډول اثر لاندې وساتل شي هغه هیڅ وخت وده نه شي کولای.

په یوه کورکې مور اوپلار د خپل ماشوم لپاره هغه هلک وي او که نجلۍ، داسې زمینه برابره کړي چې هغه روحا په خپل کور کې د مور پلار تر څنګ  د خوښۍ احساس وکړي .

د مور او پلار مینه ماشوم ته د ډیرې غذا نه زیاته ګټه رسوي، د ښو خوړو سره سره یو ماشوم ته ښه لباس ورپه تن کول د ماشوم په وده کې زیاته مرسته کوي.

  عموما په ښځو کې له ماشومتوبه تر زړښته او په نارینه کې تر زلمیتوبه د ښه لباس احساس زیات وي، اکثرماشومان د ښو لباسونو د سیالیو په نه لرلوکې هم له خپله ژونده د محرومتیا احساس کوي، چې دا حالت  د ماشوم د ودې په مخنیوي کې زیات اغیز کوي.

که ماشوم د ناروغتیا په  لومړیو کې ډاکټرته ونه ښودل شي او د مرض له امله یې  جسم کمزوری شي بیا ‌ډیرو ګټورو خوړو ته اړتیالري، چې پخوانی وزن ترلاسه کړي.

 ماشوم باید ډیرې ژړا ته پرینښودل شي، چې په ډیرې ژړاسره ماشوم که هغه هرڅومره د کم عمر وي د مایوسۍ احساس کوي، د ماشوم د ودې مخه د ماشوم مایوسي نیسي که یوماشوم یو څه لوی هم وي؛ خو د مایوسۍ په حالت کې هغه خپل د څو ورځو په دوام خپل وزن له لاسه ورکوي.

د ماشوم په وده کې دا درې شیان مرسته کولای شي.

 د ماشوم مورته ښه خواړه ورکول، خپله ماشوم ته ښه خواړه او د مرض پیښیدو پرمهال په وخت ډاکټر سره مشوره او د هغه درملنه کول.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button