جرمني هېواد ۱۲ زره افغانان خپل هېواد ته ستنوي

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لړم ۲۷) الماس خدرخیل

د جرمني چارواکي وايي، چې دغه هېواد ته ورغلي په سلو کې پنځه تنه افغانان بايد بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

د دغه هېواد د کورنيو چارو وزارت له خوا په اعلان شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دوی به افغانستان ته ۱۲زره ۵۳۹ افغانان بېرته لېږي.

د جرمني د کورنيو چارو وزارت چارواکي وايي، چې د افغانستان په سترو ښارونو کې امنيت ښه دی او د پناه غوښتونکو نوموړی دليل د نه امنيت په اړه بې ځایه دی.

د روان کال په پيل کې د جرمني د کورنیو چارو وزارت له خوا ويل شوي و، چې دوی له افغان لوري سره د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو پر سر تفاهم ته رسېدلي دي، چې له مخې به یې هغه افغان کډوال چې په جرمني کې نه دي منل شوي بېرته خپل هېواد ته ستنوي او د اړتیا په صورت کې دغه کسان په جبري ډول هم له جرمني څخه وشړل شي.

خو بل پلو په جرمني کې مېشتو افغان پناه غوښتونکو څو ځلي د هغې موافقې خلاف لاریونونه کړې، چې د دغه هیواد حکومت د افغانستان د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت سره کړې ده.

ويل کېږي، چې جرمني هېواد له افغان حکومت سره داسې موافقه کړې، چې له مخې به يې په اونۍ کې ۵۰ هغه افغان پناه غوښتونکي بېرته خپل هېواد ته لېږي، چې غوښتنليکونه يې نه دي منل شوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button