سه شنبه, اپریل 21, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home غير مصنف

آخر دوی ته کوم ډول اسلام د منلو دی؟؟؟

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
نوومبر 21, 2016
کټګوریانې: غير مصنف
0
8
ځلې شریک شوی
94
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

ق، س زرمتي

څو کاله وړاندې چې د کفري دنیا ۴۸ هیوادونو  د ۲۱ منطقوي ظاهرا اسلامي هیوادونو په استخباراتي مرسته او د نړۍ د پاته هیوادونو په ملاتړ او موافقه په افغانستان پوځي برید وکړ، نو خپل جنګ ته یې د (القاعده) د ختمولو د عملیاتو عنوان ورکړ.

دا هم ولولئ

د اقتصاد وزیر د CRS مرستندویه ادارې له مشر سره د بېرته راستنو شوو خلکو د ستونزو او بشري مرستو پر دوام خبرې کړي

په غزه کې د ډزو له امله يو اسرائيلي پوځي مرګونی ټپي شوی

پاکستان او افغانستان په ګډه د تګ راتګ لپاره کاري ټیم جوړ کړی

یرغلګرو کفارو او ورسره حلیفو منافقانو یې ویل، چې دوی د قاعدة الجهاد په نوم د هغه جهادي تنظیم په خلاف جنګ پیل کړی چې په نیویارک او واشنګټن باندې په حملو سره یې شاوخوا دری زره امریکایان وژلي دي؛ خو زموږ د کلي سردار اکا ویل چې دا کافران دا القاعده  القاعده ځکه په خوله کې اړوي چې  کوم مسلمان یوازې کلیمه او( قاعده بغدادي) ویلي وي هم والله که یې په آرام پریږدي.

 د سردار اکا مطلب دا و چې د الف، با، تا ویوونکي ټول د کفر د یرغل او دښمنۍ هدف دي یوازې هغه څوک به له برید څخه په امن وي چې د الفبا  په ځای   ABCD  ته تمایل لري او د غرب فکر او عقیده یې په اخلاص منلې وي.

اوس چې دې روان وضعیت ته ګورم خبره رښتیا هم  په هماغه ډول روانه ده، چې سردار اکا یې  پیش ګویي کړې وه. د نړیوال کفر او محلي طاغوتیانو جنګ یوازې د القاعدې او طالب په ضد نه دی، بلکې هر د کلمة التوحید ویونکی  او د اسلام داعي د دوی د دښمنۍ د غشو هدف دی.

تبلیغیان یا د دعوت او تبلیغ د خوځښت  لارویان هغه خلک دي، چې په نړیواله کچه د عدم تشدد مثالونه بلل کیږي. د دوی په اړه مشهوره ده چې که څوک یې په ډبرو هم وولي دوی ورته جزاک الله او ماشاءالله وایي. دوی په دې سربیره چې هیڅ پوځي  فعالیت یا د جنګ اراده نلري، کړنلاره یې د سیاسي مبارزې او تمایلاتو له  فکره  په بشپړ ډول خالي ده، د دوی یوازینی کار فقط د الله تعالی بندګي او خلک په نرمه لهجه د الله تعالی دین ته رابلل دي.

خو څه موده وړاندې مې یو راپور ولوست چې  حتی د ځینو اسلامي هیوادونو په پوهنتونونو او تعلیمي ادارو کې د جماعت تبلیغ په فعالیت بندیز لګول شوی دی او هغوی د ځوانانو د افکارو په  تحریفولو ګرم پیژندل شوي دي.

اخوان المسلمین یو نړیوال اسلامي خوځښت بلل کیږي. په تیره پیړۍ کې په  اسلامي نړۍ او خصوصا عربي هیوادونو کې د کمونیستي فکر د مخنیوي په لاره کې د دې خوځښت کارنامه د یادولو وړ ده. اخوانیانو له رسمي دريځه په اسلامي هیوادونو کې مسلحانه مبارزه مصلحت نه باله اما سوله اییزه سیاسي مبارزه یې خپل حق باله.

د مصر اخوانیانو تر وروستۍ کچې تنزلات وکړل تر څو که د سیکولر  نړیوالو او هیوادنیو مخالفینو په وړاندې د منلو وړ وګرځي؛ خو کله چې یې په پوره سوله ایزه توګه او د غربي دموکراسۍ په ترازو برابر انتخابات وګټل  بیا هم د کفارو او د هغوی د اجیرانو لخوا ونه زغمل شول او په ډیر ظلم یې  له واکه  راوغورځول.

اخوانیانو په نړیواله کچه د سیاسي هڅو له ناکامۍ وروسته په خپله برنامه له سره کتنه وکړه، دوی  له بره  ښکته خوا ته د اصلاح په ځای له ښکته  پورته خواته د اصلاح  فارموله مطرح کړه او په دې ډول یې په نړیواله کچه خپل سیاسي تحریکونه په  غیرسیاسي اصلاحي تحریکونو بدل کړل، تر څو په اجتماع کې کار وکړي او نسلونه وروزي.

د ګڼو نورو هیوادونو په شان په افغانستان کې د اخوانیانو دغه نسخه د جمعیت اصلاح په  شکل کې رامیدان ته شوه. جمعیت اصلاح  له سیاسته ځان لرې ونیو او ټولنیزې اصلاح ته یې کار ووایه. تربیوي پروګرامونه، ټولنیز خدمات او ددین  تبلیغ  یې ټولنې ته وړاندې کړ.

مګر همدغه جمعیت اصلاح چې تر اوسه یې د سیاست  کومه خبره په خوله نه ده راوړې له ټولې نرمۍ او تنزلاتو سره سره بیا هم د افغاني سیکولرانو لپاره د زغم وړ نه ده. د هشت صبح غوندې غرب پروره ورځپاڼې څو ځله  په دې ډله تر ټولو زهرجن ګوزارونه کړي او د ودان افغانستان د سیکولر ګوند مشر محمدیار خو جمعیت الاصلاح ته داسې  له  قهره ډک دی چې ددې اسلامي ډلې د له منځه وړلو لپاره یې سم میډیایي کمپاین په لاره اچولی او بیا بیا یې په دې اړه لیکنې کړي دي.

همدا نن مې خبر تر سترګو شو چې د هند او بنګله دیش حکومتونو د مشهور  مسلمان داعي ډاکټر ذاکرنائیک په تحقیقاتي مرکز بندیز لګولی او د نوموړي په اړه یې د سختو اقداماتو ګواښ کړی.

دلته د ښاغلي ذاکر نائیک په افکارو او نظریاتو خبره نه کوو دا چې د هغه ځیني نظریات د نقد وړ دي دا بیله موضوع ده؛ خو دومره وایو چې نوموړی یو مشهور مسلمان دعوتګر  دی،  ډير خلک یې اسلام ته رابللي او په هند کې د اسلامي دعوت سمبول بلل کیږي. ذاکر نائیک خپل دعوتي پروګرام د مجبوریت له مخې د معاصر نړیوال وضعیت له  غوښتنو سره سم عیار کړی. هغه د اسلامي لباس په ځای ډیر ځله له غربي لباس  نیکټایي او پتلون څخه استفاده کوي، له دې امله چې د تروریزم تور ورباندې ونه لګیږي، خپل  تیلویزوني چینل ته یې د ( سولې ) نوم ورکړی دی، هغه غیر مسلمانانو سره هم خورا له نرمۍ ډک چلند کوي او حتی په لویو غونډو او مناظرو کې هندو او بودایي ته ورور وایي.

خو له دې ټول نرم چلند سره سره ذاکر نائیک بیا هم  نړیوال کفر ته د زغمولو وړ نه دی او هڅه کوي دوسیې ورته جوړې کړي، د فعالیتونو مخې ته یې خنډ واچوي او په پای کې دغه د اسلام سوله ایز  غږ هم خاموش کړي.

سړی چې دا وضعیت ته ګوري نو پوښتنه ورپیدا کیږي چې بالاخره معاصرو طاغوتیانو او محلي اجیرانو ته یې کوم ډول اسلام د منلو وړ دی ؟؟؟

هغوی چې غیر مسلح  او تسبیح په لاس تبلیغيان نه شي زغملی، هغوی چې  د ( سلمیه  سلمیه ) شعار په خوله  دموکرات اخوانیان  تر ټانګونو لاندې کوي. هغوی چې د ذاکر نائیک د سولې او بردبارۍ پیغام په ستوني کې ورخپه کوي او نه یي شي زغملی نو تردې زیات تنزل او نرمي خو نور نو په اسلام کې نه ځاییږي. آخر دغه د اسلام دښمنۍ له احساسه ډک نړیوال له مسلمانانو څه غواړي !!؟؟

د کفارو دغه سخت دریځي او نه تحمل ثابتوي چې د دوی په وړاندې ټول جهادي او مسلح خوځښتونه برحق اوټوپک ددوی د دښمنۍ یوازینۍ علاج او مناسب ځواب دی.

که کفار او منافق ملګري یې په دې باور وي چې دوی به په مسلمانانو داسې اسلام ومني، چې هغه د کفر او اسلام امتزاج وي نودا هیڅ امکان نلري.

 کفر او اسلام د اور او اوبو په شان د یوه بل سره په تضاد کې واقع دي، چې هیڅکله یې امتزاج او په یوه قالب کې ځای کیدل امکان نلري. د انسان  عقیده او عمل به یا اسلامي وي او یا کفري . دریم احتمال په کې نه ځاییږي.

د حل وروستۍ لاره

روان حالت ته په پام سره باید مسلمانان په دې پوه شي چې کفار یې د اسلام په هیڅ حالت کې هم نه پریږدي او په هر حال کوښښ کوي چې هغوی له واقعي اسلام څخه لار بیلولو ته مجبور کړي .

 نو بناء مسلمانانو ته دوه انتخابه په مخکې پراته دي. یا به  د کفارو غوښتنو او فشار ته غاړه ږدي چې په دې صورت کې مؤمنان نه شي پاته کیدلی ځکه ایمان او کفر یا حق او باطل دواړه یو ځای نه شي سره اوسیدلی. او یا به هم د هغوی په مقابل کې جهاد کوي د هغوی برلاسي به ماتوي  تر څو هغوی په خپله برخه قناعت ته مجبور کړي او مسلمانانو ته د خپلې عقیدې دپاللو او خپرولو فرصت مهیا شي.

څرنګه چې دویمه لار له کفر او ذلت څخه د نجات لاره ده  باید مسلمانان همدا لاره اختیار کړي چې هغه د کفارو په مقابل کې د جهاد او په وسله، قلم او ژبه سره دریدل دي.

اصلا که موږ دقیق وګورو د جهاد فلسفه هم همدا ده چې د جهاد په برکت د کفارو  زور مات شي او که هغوی یومخ مغلوب نه شي لږ ترلږه خو په مسلمانانو د ظلم او بادارۍ جرأت ترې واخیستل شي. د لاندیني آیت په تفسیر کې مفسرین کرام همدې مطلب ته اشاره کوي . الله تعالی فرمایي: وَقَاتِلُوهُمْ حَتَّى لَا تَكُونَ فِتْنَةٌ وَيَكُونَ الدِّينُ لِلَّهِ .. البقره ۱۹۳ . المراغي په خپل تفسیر کې لیکي: وقاتلوهم حتى لا تكون لهم قوة يفتنونكم بها فى دينكم ويؤذونكم في سبيله ويمنعونكم من إظهاره والدعوة إليه، (ويكون الدين لله) أی ويكون دين كل شخص خالصا لله لا أثر لخشية غيره فيه، فلا يفتن بصده عنه ولا يؤذى فيه ولا يحتاج فيه إلى مداهنة ومحاباة أو استخفاء ومداراة.

یعني له کفارو سره تر هغه وخته جنګ وکړئ تر څو له هغوی سره ددې ځواک پاته نه شي چې تاسو د هغه په مټ په خپل دین کې په فتنه کې واچوي یا درته ضرر ورسوي یا مو د خپل دین له اظهار او دعوت څخه منع کړي او تردې چې د هر چا دین خالص لله وګرځي او په هغه کې له هیچا ویره ونلري چې بیا د خپلو دیني امورو څخه نه بند کړای شي، نه وځورول شي او نه د خپلو دیني امورو په اجراء کې چاپلوسي، تساهل، پټوالي او مدارات ته مجبور شي.

د قران کریم آیت (ودوا لو تكفرون كما كفروا فتكونون سواء) او عیني تجربې یوازې همدا خبره کوي چې کفار مو تر هغو نه پریږدي تر څو یې له اسلام څخه اړولي نه یاست.نو په دغسې حال کې یوازینۍ د خلاصون لاره د کفارو زور ماتول او اسلامي صلابت ورښودل دي تر څو خپل حد وپیژني او موږ ته په خپل اسلام کې له لارښوونو لاس واخلي.

مخکینې مطلب

د ږيري په اړه زموږ افراط

بل مطلب

د خلکو سره د خبرو آداب

ځانګړي مطالب

افغانستان

د اقتصاد وزیر د CRS مرستندویه ادارې له مشر سره د بېرته راستنو شوو خلکو د ستونزو او بشري مرستو پر دوام خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
فبروري 9, 2026
خبرونه

په غزه کې د ډزو له امله يو اسرائيلي پوځي مرګونی ټپي شوی

نشرونکی: ح جلال
جنوري 15, 2026
غير مصنف

پاکستان او افغانستان په ګډه د تګ راتګ لپاره کاري ټیم جوړ کړی

نشرونکی: احسان تکل
جون 3, 2023
افغانستان

يوې چینایي کمپنۍ سره د امو سیند د حوزې د تېلو استخراج قرارداد لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
جنوري 5, 2023
غير مصنف

خلیلزاد له دوحې وروسته پاکستان ته تللی

نشرونکی: عاصم
دسمبر 13, 2019

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ملګري ملتونه: اروپايي ټولنه دې له اسرائیلو سره د سیاسي او سوداګریز شراکت تړون وځنډوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ایران: د امریکا لخوا سمندري محاصره له اوربند ښکاره نقض دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ایران: د خپلې ویشتل شوې کښتۍ غچ به واخلو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

احمدالله وثیق: کابل د اوو هېوادونو ترمنځ د نړیوالو رزمي سیالیو کوربه کېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدونکې ۹۵ قبضې تفنګچې نيولي

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • د عمان خلیج کې پر ایراني بار وړونکې بېړۍ بریدشوی؛ سپاه پاسداران يې غبرګون کې امريکايي نظامي بيړۍ په نښه کړي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ټرمپ: ونس له ایران سره د خبرو نوي پړاو کې د امریکایي پلاوي مشري نه کوي- سي ان ان د ونس په مشرۍ پلاوی اسلام آباد ته روان ده

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

ملګري ملتونه: اروپايي ټولنه دې له اسرائیلو سره د سیاسي او سوداګریز شراکت تړون وځنډوي

د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

ایران: د امریکا لخوا سمندري محاصره له اوربند ښکاره نقض دی

ایران: د خپلې ویشتل شوې کښتۍ غچ به واخلو

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

احمدالله وثیق: کابل د اوو هېوادونو ترمنځ د نړیوالو رزمي سیالیو کوربه کېږي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com