عزیر اسدخیل
څرنګه چې له خبرو نه مقصد د مخاطب پوهول وي، نو خبرې کوونکى بايد د مخاطب په حالاتو داسې ځان پوه کړي لکه ډاکټر چې د ناروغ تشخيص کوي، او بيا مناسب درمل ورکوي .
خبرې بايد د حاجت او ضرورت په کچه وي، نه دومره زياتې اوږدې وي، چې هسې بې ګټې وخت ضائع کړي او نه دومره لنډې وي، چې غرض افاده نه شي کړاى او مخاطب پرې ونه پوهېږي.
مخاطب په درې ډوله دى :
١- تش ذهنى
٢- متردد
٣- منکر
او خبر هم په درې ډوله دى :
١- ابتدائي
٢- طلبي
٣- انکاري
١- تش ذهنى يا خالي الذهن : هغه چاته ويل کېږي، چې د خبر په هکله هيڅ معلومات نه لري او ناخبره وي. په دې صورت کې تاکيد ته هيڅ حاجت نشته، نو په خبرو کې بايد د تاکيد توري استعمال نه شي. لکه يو ناخبر شخص ته وايې :
الف : احمد د محمود ورور دى .
ب : جلال آباد د نـنګرهار مرکز دى.
دې ډول خبرته (ابتدائي) ويل کېږي او دا ځکه چې مخاطب سره په دې هکله مخکې هيڅ سوچ نه وي.
٢- متردد : هغه چاته ويل کېږي، چې د يو خبر په هکله شکمن وي او غواړي چې باور يې راشي، نو په دې وخت کې بايد په کلام کې د تاکيد توري استعمال شي، لکه :
الف : زه له تاسره مرسته کوم .
ب : زه هيڅکله ستا خلاف نه کوم .
دې ډول خبر ته (طلبي) ويل کېږي او داځکه چې مخاطب د شک د لرې کېدو او د باور راتلو په طلب کې وي.
٣- منکر: هغه چاته ويل کېږي، چې له يوه خبرنه منکر وي او د متکلم له نظر سره خلاف لري. په دې وخت کې په خبرو کې زيات تاکيدته اړتيا پېښېږي. لکه :
الف : ستا ورور خامخا او ارومرو راځي.
ب : والله چې ما ستا پوښتنه کړې ده.
دې ډول خبرته ( انکاري ) ويل کېږي او دا ځکه چې مخاطب منکر وي؛ د هغه د قناعت لپاره زيات تاکېد ته اړتياوي.
نو متکلم چې کله دا درې ډوله مخاطب وپېژني او د هغه له تشخيص نه وروسته ورسره د خبر له درې ډولونونه يو استعمال کړي؛ دا د حال او مقام د مقتضا مطابق خبره او بليغه شوه . او دا کار د معاني د علم په مټ وشو .
تاکيد (ټينګار)
تاکيد يا ټينګار په خبرو کې د دريځ د کلکوالي، څرګندونې، ښکلا، مبالغې او ژبدود لپاره راوړل کېږي .
په پښتو کې تاکيد په درې ډوله راځي :
١- په تکرار (غبرګولو) تاکيد کول.
٢- په غبرګيز تاکيد کول.
٣- د تاکيد په برخيزونو (کلمو) تاکيد کول.
لومړى- تکرار(غبرګـول) : لکه مه مه يا کوه کوه.
دويم – غبرګـيز : چې په دوه ډوله دى .
١- پرتليز غبرګـيز : چې د هر لفظ، کلمې او برخيز لومړى تورى غورځېږي او په ځاى يې (م) راوړل کېږي. لکه : کتاب متاب، قلم ملم، دېوال مېوال، سړى مړى، ډوډۍ موډۍ… چې د هرې کلمې دویمه، غبرګيز یې بولو او د ا يو داسې بحر دى، چې ساحل نه لري؛ خو په هغو لفظونو کې راوړل کېږي، چې د سر تورى يې (ميم) نه وي، که د سر تورى يې ( ميم) وي، نو ځينې تکرارېږي او ځينې سماعي او دوديز غبرګيزونه لري.
٢- دوديز او سماعي غبرګـيـز: دا هغه غبرګيز دی، چې د قاعدې او قانون په بنسټ نه پرتله کېږي، بلکه په پښتو کې له پخوا نه همداسې اورېدل شوي او راپاتې دي، لکه : کوږ ووږ، سوړ پوړ، يخ پخ، شخ پخ، مال هال، خراب تراب….داډول غبرګيزونه اکثره په صفتونوکې راځي . پښتو د ټينګار ډېر برخيزونه لري، چې وروسته به راشي.

















