لیکنه: محمود حقاني
زموږ عوام ظاهرا ځان ډېر اسلامپاله ښکاره کوي خو د عمل او وينا تر منځ بيا زيات توپير لري. که يو جرم وکړي نو که مجرم ورته نه وايې نو دا هم ښه نه ده ځکه مجرم ته مجرم نه ويل مانا دا چې ته هغه سره همغږی يې او که مجرم ورته وايې نو بيا به دلائل درسره تراشي او کوښښ به کوي چې خپل غلط صحيح ثابت کړي د بېلګې په توګه که دې چا ته وويل چې ږيره خرېيل ګناه ده نو درغبرګه به کړي چې اسلام خو ږيره کې نه دی.
حالانکې ږيره پرېښودل زموږ د فقهاو په نزد واجب دي د نبی ع قول او عمل دواړه پرې ګواه دي. ګڼ شمېر احاديثو کې د ږيري پرېښودلو باندې امر راغلی او امر چې کله د قرينې نه خالي وي نو د وجوب لپاره راځي.
همدا راز نبی ع د مشرکينو او مجوسو د مخالفت امر کړی نو داسې معلوميږي، چې ږيره خرېيل د هغه وخت د بدترينو قومونو کلتور و.
خو خېر نيمګړتياوې په هر انسان کې وي که ږيرو والا وي او که مقابل يې.
فارسۍ کې متل دى وايي، بعضها ريش ميتراشند وبعضها هم با ريش مردم ميتراشند.
له بده مرغه زموږ په ټولنه کې دوه طبقې خلک دي. يوه طبقه په دې اند ده چې په عموم کې ږيرو والا په ناوړه اعمالو، اخلاقي فساد او د ږيري د مقتضى خلاف کارونو باندې اخته دي بلکې دوى ږيرې هم د خپلو مادياتو لپاره پريږدي نه د شرعي حکم په اساس.
خو بله طبقه ددې برعكس فکر لري چې هر ږيرخرېيلى په پورته ذکر شوو اعمالو ککړ وي.
دواړه لوري افراط کې اخته دي. کله کله ږيرخرېيلى د انسانيت، علم، تقوى، اخلاق حسنه سمبول وي نو ټولو ږيرخرېيلو ته بايد په يو نظر ونه کتل شي.
خو ددې مانا دا نه ده چې ږيره خرېيل جايز او ګناه نه لري، فاعل يې مجرم دى. پيغمبر ص فرمايي، چې زما ټول امت ته به بښنه کيږي مګر ښکاره ګناه کوونکو ته نه، د امت لويو فقهاو داسې کس فاسق بللى.
خو بل پلوه رښتيا هم کله ږيرو والا داسې نازيبا کارونو کې ککړ وي چې شيطان هم وروسته پريږدي.
خو د هر چا په اړه داسې قضاوت کول چې ګوندې ږيره يې د خپلو مادياتو لپاره پریښې يا په هر فساد او ناروا کارونو کې ددوى لاس وي هم سم نه دی، د چا له زړه او نيت نه څوک څه خبر وي.
تر څو چې مو داسې کس په ناروا اعمالو ښکاره ليدلى نه وي نو موږ به قضاوت د عمر رض په قول کوو فرمايي: نحن نحکم بالظاهر والله يعلم السرائر. موږ د خلکو په ظاهري حال فيصله کوو نور د باطن په حال الله خبر دی.

















