طالبانو په اسلامي نړۍ غږ وکړ، چې د برما مسلمانانو ساتنه او دفاع وکړي

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ۱۰) زرغون خوږیاڼی

طالبانو په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې په برما هیواد کې له مسلمانو لږکیو سره د خدای دښمنه او قساوتګرو حاکمانو لخوا ظلم زیاتی روان دی او د یوه پلان له مخې د مسلمان اقلیت په یو مخیز ډول له دغه هیواده د ورکولو عملیه پیل شوې ده.

طالبانو ویلي، چې دوی د برما د حاکمانو دغه ظالمانه او وحشیانه عمل غندي او په ټول اسلامي امت غږ کوي، چې د برما د مظلومو مسلمانانو د ساتنې او دفاع لپاره له ټولو امکاناتو کار واخلي.

په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې په برما کې د مسلمانانو کلي او کورونه سوځول کیږي، ملکیتونه یې غصب کیږي، له ماشومانو څخه یې سرونه پرې کیږي، نارینه یې په خورا بوګنونکي او بد شکل په شهادت رسول کیږي، په ښځینه وو یې جنسي تیري کیږي، نو د ملل متحد او بشري حقوقو د سازمانونه هم د برما د مسلمانانو پّ اړه چوپه خوله دي؛ طالبان وايي چې مسلمانان باید د یادو ادارو د اقدام په تمه وخت ضائع نه کړي، بلکې د خپل ایماني ورورولۍ له مخې له خپلو مظلومو وروڼو سره د مرستې لاس ورکړي.

د طالبانو اعلامیه د موضوع د ارزښت له مخې کټ مټ خپروو:

د برما د مستضعفو مسلمانانو د نژادي تصفیې په اړه د اسلامي امارت اعلامیه

له کلونو راهیسې په برما هیواد کې له مسلمان اقلیت سره د خدای دښمنه او قساوتګرو حاکمانو ظلم زیاتی روان دی. دغه بې وسه مسلمانان له څو لسیزو راهیسې یوازې له دې امله کړول کیږي او وژل کیږي چې مسلمانان دي او په واحد او لا شریک خدای جل جلاله ایمان لري او د خاتم الانبیأ صلی الله علیه وسلم امتیان دي.

وما نقموا منهم الا ان یؤمنوا بالله العزیز الحمید. البروج ۸

(ژباړه: او له مؤمنانوسره د هغو دښمني له دې پرته په نور څه نه وه چې مؤمنانو په هغه خدای ایمان راوړی وو چې برلاسی او په خپل ذات کې پخپله ستایل شوی دی.)

د برما مستضعف مسلمانان که پخوا یوازې د وژلو، شکنجه کولو، په اور سوځولو او د شتمنیو د لوټ او تالان له خطر سره مخامخ وو مګر په دې وروستیو کې د برما ظالم حکومت د یوه پلان له مخې د مسلمان اقلیت د نژادي تصفیې او په یو مخیز ډول له هیواده د ورکولو عملیه پیل کړی چې له مخې یې په مسلسل شکل د مسلمانانو کلي او کورونه سوځول کیږي، ملکیتونه یې غصب کیږي، له ماشومانو څخه یې سرونه پرې کیږي، نارینه یې په خورا بوګنونکي او بد شکل په شهادت رسول کیږي، په ښځینه وو یې جنسي تیري کیږي او د انساني عقل له درک او اټکل لوړ ظلم او قساوت ورسره تر سره کیږي.

د افغانستان_اسلامي امارت د برما د حاکمانو دغه ظالمانه او وحشیانه عمل غندي او په ټول اسلامي امت غږ کوي چې د برما د مظلومو مسلمانانو د ساتنې او دفاع لپاره له ټولو امکاناتو کار واخلي.

دا چې د ملل متحد او بشري حقوقو د سازمانونو په شان ادارې د برما د مسلمانانو د قتل عام په اړه چوپه خوله دي، دا د دې بشري ناورین په وړاندې د نوموړو ادارو دوه مخي چلند په ډاګه کوي. خو مسلمانان باید د یادو ادارو د اقدام په تمه وخت ضائع نه کړي، بلکې د خپل ایماني ورورولۍ له مخې له خپلو مظلومو وروڼو سره د مرستې لاس ورکړي.

په دې برخه کې لوی مسئولیت د اسلامي نړې د حاکمانو دې چې د برما په غمیزه د درد احساس وکړي او بې تفاوته پاته نشي. همدا ډول هغه اسلامي خیریه ادارې چې په سختو حالاتو کې له بې وسه خلکو سره مرستې کوي. دوی باید د برما مظلومو مسلمانانو ته د اولیت حق ورکړي. مسلمانان باید په درسته نړی کې د برما د مسلمانانو د مظلومیت غږ پورته کړي. په ځان، قلم او ژبه سره د هغوی مرسته وکړي او د هغوی درد د خپل بدن د درد په شان احساس کړي.

اسلامي امارت د برما تر یو ملیون د زیات مسلمان اقلیت نژادي تصفیه او عام وژنه ستر بشري جنایت بولي او په کلکو ټکو یې غندي. دغه راز ددې جنایت په وړاندې نړیواله چوپتیا هم د پیغور وړ عمل بولي چې په هیڅ دلیل نه شي توجیه کیدلای.

د افغانستان اسلامي امارت

۱۴۳۸/۲/۳۰ هـ ق

۱۳۹۵/۹/۱۰ هـ ش

2016/11/30 م

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button