د ولسي جرګې وکیل، حفیظ منصور ناوړه څرګندونې

عزیر اسدخیل
د ولسي جرګې وکیل حفیظ منصور، چې ځان ته مسلمان او مجاهد هم وایي څو ورځې وړاندې ویلي وو، چې د پوهنتونونو نه د اسلامي ثقافت مضمون لرې کړئ چې ترهګري زیږوي…
په مسجدونو پسې یې هم څه جک فرمایلي دي!
او خلاف توقع کار یې هم نه دی کړی!
یاده دې وي چې د هیواد په پوهنتونونو کې اته سمستره اته مضمونه او هر مضمون په اونۍ کې یو بشپړ درسي ساعت تدریسیږي.
په اسلامي ثقافت کې لاندې درسونه لوستل کیږي:
د اسلامي عقیدې اصول
د اسلام اخلاقي نظام
د اسلام سیاسي نظام
د اسلام اقتصادي نظام
د نبي کریم صلی الله علیه وسلم سیرت
قرآن کریم او معاصر علوم.( قرآن او ساینس)
د اسلام اجتماعي نظام
عبادت پوهنه
په اسلام کې سیاست پوهنه
د دې ټولو سرچینه قرآن کریم او نبوي حدیثونه دي!
که دا مضامین ترهګري ګڼئ بیا خو اسلام نه لاسونه وینځئ او په زغرده د کفر کلیمه ووایاست چې صف مو معلوم شي!!


