لیکوال: مولوي عطاءالحق الموسوي
ترتیب: ص ـ “رائد”
يادونه: مخکې له دې چې په مطلب کې شروع وکړم بايد ووايم چې ځينې خلک داسې فکر کوي چې د (حق داعی ) يواځې مبلغ او مقرر ته ويل کيږي. خو واقعه کې داسې نده بلکې د حق له داعی څخه هر هغه څوک مراد دي چې حق دين ته کار کوي، هغه که مجاهد وي، که مدرس، که مبلغ وي او که مقرر، که مصنف وي او که مؤلف، که ليکوال وي يا کوم بل متخصص، هر څوک چې وي هر چېرې چې وي، په هره شعبه او هره جامه کې چې وي خو چې په زړه درد لري، حق دين ته وفادار وي، د اسلام او مسلمانانو په غم غمجن وي، هڅه او هاند کوي او ور ته د خدمت هوډ لري هغوي ټول ترې مراد دي. او دلته زما مخاطبين لومړی خپل ځان او بيا همدوی ټول دي .
زه د خپل مشفق استاد محترم شيخ الحديث مولانا محمد ضياءالحق (عبده) صاحب او د جامعه قاسميه د ستر مفتی شيخ الحديث والتخصص مفتی ابو سعيد راشد صيب، د پياوړي عالم اوتکړه ليکوال محترم مولويصيب صبغت الله او د محترم مفتی صيب محمد يعقوب صاحب مننه کوم چې د دې ليکنې تصحيح يې وکړه او وخت په وخت يې نيکې مشورې راکړې . دوی ټولو ته د رسول الله ﷺ د وينا له مخې وايم چې: جزاکم الله!. او الله ﷻ ته لاس لپه کوم چې په دنيا او اخرت کې دوی د دې ښيګڼې نيکې بدلې ورکړې.
او له محترم ورور الحاج عزيز خان ګداخېل صيب نه هم يو جهان مننه کوم چې په ورين تندي يې د کتاب لګښت ومانه. الله جل جلاله دې په دنيا او آخرت کې نيکې بدلې ورکړي . )آمين(.
په پای کې بايد ووايم چې : د انسان کار هرو مور نيمګړتياوې لري، زه خوارکی خو بيا له هر اړخه خورا کمزوری او ناتوان يم، زما په ليکنه کې به هرو مرو له هر اړخه ډيرې نيمګړتياوې او خطاګانې وي. خو له تاسې نه هيله کوم چې زما غلطيانې په مربيانه ډول را په ګوته کړئ تر څو يې زه اصلاح کړم . نور مو نو وخت نه نيسم دا تاسې او دا مو کتاب!.
ستاسې ورور محمد عطاء الحق.
د الحاج ملا عبدالوکيل ځوي .
﴿ بسم الله الرحمن الرحيم )
اَلْحَمْدُ لِلهِ الَّذِیْ قَالَ : ﴿ادْعُ إِلَى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَجَادِلْهُمْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ… ) (النحل،125).
وَقَالَ فِیْ شَانِ رَسُوْلِهِ : ﴿وَدَاعِيًا إِلَى اللَّهِ بِإِذْنِهِ وَسِرَاجًا مُنِيرًا ). (الاحزاب 46).
وَقَالَ فِیْ شَانِ کَلِيْمِهِ : ﴿ إِنَّهُ كَانَ مُخْلَصًا وَكَانَ رَسُولًا نَبِيًّا ) (مريم51).
وَالصَّلوةُ وَالسَّلَامُ عَلَی الَّذِیْ قَالَ لِعَلِیّ: ﴿ فَوَ اللهِ لَأَنْ يُهْدَى بِكَ رَجُلٌ وَاحِدٌ خَيْرٌ لَكَ مِنْ حُمْرِ النَّعَمِ ). ( )
اما بعد!
د حق د ستر داعي حضرت موسی ؑ ( ) د دعوت په بهير کې اته ديرش سبقونه او درسونه.
لومړی درس
مخکې له دې چې داعی دعوت شروع کړي بايد تربيت حاصل کړي.
ځکه يو څوک چې د يو کار په اړه تربيت شوی نوي نو کيدايشي د اصلاح پر ځای فساد را منځته کړي .
وګورئ! مخکې له دې چې موسی ؑ فرعون او د هغه قوم ته د دعوت له پاره ورشي د طور په غره کې يې تربيت حاصل کړ، د طور غر د موسی ؑ له پاره يوه مدرسه وه چې هلته يې نيغ په نيغه له الله ﷻ نه د دعوت طريقه زده کړه، نور معلومات يې تر لاسه کړل، وروسته له هغه بيا د فرعون په لور د دعوت په موخه ور روان شو .
دعوت ته له ليږلو مخته په کوه طور کې د موسی ؑ تربيت :
1. – کله چې الله جل جلاله موسی ؑ فرعون ته د داعی په صفت ورلېږه نو لومړی يې موسی ؑ پوه کړ چې ته مې د رسالت له پاره غوره کړی يې. تاته چې کومه وحيه کيږي هغه په ښه ډول اوره او ورته متوجه شه .
( وَأَنَا اخْتَرْتُكَ فَاسْتَمِعْ لِمَا يُوحَى ). (سورت طه13) ترجمه : او ته ما غوره کړی يې نو هغه څه ته غوږ ونيسه چې درته وحيه کيږي .
2. – که څه هم موسی ؑ لا له پخوا د سمې عقيدې څښتن وو خو د غه مهال بيا هم يوڅو ضروري عقايد ورته بيان شول الله ﷻ ورته فرمايل چې : يواځينی معبود زه يم، له ما پرته بل د عبادت وړ نشته. ﴿ إِنَّنِي أَنَا اللَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنَا ). (سورت طه-14) ترجمه : بې شکه همدا زه الله يم، له ما پرته بل هېڅ معبود نشته .
3. – بيا د عبادت امر ورته وشو په ځانګړي ډول د لمانځه . ﴿فَاعْبُدْنِي وَأَقِمِ الصَّلَاةَ لِذِكْرِي ). (سورت طه14).
ترجمه : نو يواځې زما عبادت وکړه او زما د ياد له پاره لمونځ وکړه .
4. – بيا د يوې بلې اسلامي ضروري عقيدې (قيامت) يادونه ورته وشوه چې هغه هرو مرو راتلونکی دی، د هغه د پټ ساتلو حکمت ورته بيان شو . ( إِنَّ السَّاعَةَ آتِيَةٌ أَكَادُ أُخْفِيهَا لِتُجْزَى كُلُّ نَفْسٍ بِمَا تَسْعَى ) (سورت طه-۱۵).
ترجمه : قيامت هرو مرو راتلونکی دی، خو د راتلو وخت يې ما خورا پټ کړی دی، (قيامت راځي) ترڅو هر چا ته د خپلو کوښښونو بدله ورکړل شي .
5. – بيا دا تنبيه ورکړل شوه چې ګوره له دې عقيدې څخه دې څوک ونه ګرځوي . ( فَلَا يَصُدَّنَّكَ عَنْهَا مَنْ لَا يُؤْمِنُ بِهَا وَاتَّبَعَ هَوَاهُ فَتَرْدَى ) (طه،16).
ترجمه : نو په قيامت باندې له ايمان څخه دې تا هغه څوک وا نه ړوي چې ايمان نه پرې لري او د خپل نفس له خواشهاتو پسې روان وي، کنه نو هلاک به شې .
6. – همداراز يې د فرعون او د هغه د عقېدې او فکر په اړه يې معلومات ورکړل چې هغه سرکشه شوی دی . ﴿ إِنَّهُ طَغَى) (النازعات، 24). ترجمه : بې شکه هغه سر کشه شوی دی .
د ربوبيت دعوه يې کړې . خلکو ته وايي چې : زه ستاسې لوی رب يم . ﴿ فَقَالَ أَنَا رَبُّكُمُ الْأَعْلَى ) (النازعات، 24).
ترجمه : فرعون وويل : زه ستاسې لوی رب يم .
فرعون په ځمکه کې لويي کوي، د مصر خلک يې په دوه ډلو ويشلي يوه ډله (چې قبطيان دي هغه) خورا نازوي، زيات عزت او احترام يې کوي، بله ډله (چې بنی اسرائيل دي ، او دغه مهال په ځمکه کې غوره خلک ول ، هغوی) خورا ځوروي، نارينه کوچنيان يې ذبح کوي او زنانه يې د وينځو په توګه ژوندۍ پريږدي او هغه له فساد کونکو څخه دی .
﴿ إِنَّ فِرْعَوْنَ عَلَا فِي الْأَرْضِ وَجَعَلَ أَهْلَهَا شِيَعًا يَسْتَضْعِفُ طَائِفَةً مِنْهُمْ يُذَبِّحُ أَبْنَاءَهُمْ وَيَسْتَحْيِي نِسَاءَهُمْ إِنَّهُ كَانَ مِنَ الْمُفْسِدِينَ ) (القصص،۴)
ترجمه : بې شکه فرعون په ځمکه کې لويې وکړه، او د هغې اوسيدونکي يې په ډلو وويشل، ځيني يې خورا بې وسي کول چې زامن به يې ورته ذبح کول او ښځې به يې ژوندی پريښوولې. بې شکه هغه له فساد کونکو څخه وو .
د هغه قوم هم فاسق، او ظالم شوی . الله پاک ﷻ ورته فرمايي : ﴿ائْتِ الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ ) (10) قَوْمَ فِرْعَوْنَ. (الشعراء- ۱۱).
ترجمه : ظالم قوم ته ورشه. د فرعون قوم ته .
7. – ته ورشه ورته ووايه چې : زه د الله ﷻ رسول يم، له تا نه بادشاهي نه غواړم او نه درسره پکې شريکېږم، يواځې دومره وکه چې د الله ﷻ وحدانيت او زما رسالت ومنه، او بنی اسرائيل د غلامي له ژوندون څخه خلاص که او له موږ سره يې خپل اصلي وطن شام ته وليږه چې آزاد او خپلواک ژوند وکړي .
﴿ فَأْتِيَاهُ فَقُولَا إِنَّا رَسُولَا رَبِّكَ فَأَرْسِلْ مَعَنَا بَنِي إِسْرَائِيلَ وَلَا تُعَذِّبْهُمْ ) (طه 47).
ترجمه : تاسې دواړه فرعون ته ورشئ ورته ووايئ : مونږ ستا درب رسولان يو نو ته له موږ سره بنی اسرئيل وليږه او مه يې ربړوه .
8. همدغه راز څه وخت چې الله ﷻ حضرت موسی او هارون فرعون ته د دعوت لپاره ورليږل نو لار ښوونه يې ورته وکړه چې : تاسې فرعون ته نرمه خبره وکړئ کيدايشي هغه له نرمې خبرې څخه متأثر شي او نصيحت قبول کړي . لکه الله ﷻ فرمايي : ﴿فَقُوْلَا لَهُ قَوْ لًا لَيِّنًا لَعَلَّهُ يَتَذَکَّرُ اَوْ يَخْشَی ) (طه 44).
ترجمه : نو تاسې هغه ته نرمه خبره وکړئ ، کيدايشي خبره ومني او يا وډار شي .
9. – همدغه راز يې موسی ؑ ته د ورکړل شويو معجزو په اړه تربيت ورکړ ترڅو موسی ؑ پخپلو معجزو اطمناني شي او د دعوت په دوران کې ورکړل شوې معجزې په سمه توګه وکارول شي. لکه په کوه طور کې د خبرو پر مهال الله ﷻ موسی ؑ ته وايي : ﴿ وَمَا تِلْكَ بِيَمِينِكَ يَامُوسَى ) (طه17).
ترجمه : ای موسی! په دې ښي لاس کې دې څه دي؟. هغه وويل: دا مې همسا ده، دا او هغه کارونه پرې کوم. الله ﷻ ورته وفرمايل چې: ای موسی! ته يې وغورځوه!. موسی ؑ همسا وغورځوله، ناګهانه همسا په حرکت شوه، مار ترې جوړ شو او منډې يې پيل کړې. موسی ؑ د بشريت په تقاضا ترې ووېرېد، منډه يې واخيسته. الله ورته وويل : مه وېرېږه، را وګرزه، وايې خله . سمدلاسه به يې خپل اصلي حالت ته درته بوځم .
﴿ قَالَ خُذْهَا وَلَا تَخَفْ سَنُعِيدُهَا سِيرَتَهَا الْأُولَى ) (طه21).
ترجمه : الله ﷻ وويل : ويې نيسه او مه ډاريږه، ژر ده چې موږ به بيرته هغه د پخوا په شان کړو .
۱۰- همداراز الله ﷻ ورته وويل: او بل دا سې کار وکړه چې لاس دې بغل ته يوسه بېرته يې راوباسه بې له دې چې کومه ناروغي پرې لګېدلي وي کتونکو ته به تک سپين بريښي او رڼا به کوي، دابه ستا يوه معجزه وي .
﴿وَاضْمُمْ يَدَكَ إِلَى جَنَاحِكَ تَخْرُجْ بَيْضَاءَ مِنْ غَيْرِ سُوءٍ آيَةً أُخْرَى ) (طه 22).
ترجمه : او لاس دې بغل ته نږدې کړه تک سپين به راووځي بې له کومې بدي . دا به يوه بله معجزه وي .
10. – په لنډه توګه بايد ووايو چې : په مصر کې د قتل ويره، له مصر نه په خوف او ويره د هجرت کړاوونه، نابلده لارې ګودرې، صحراوې، مزلونه، لس کاله په مدين کې شپني، او بيا له هغه ځايه راستنيدل، په لاره کې له مختلفو ستونزو سره مخ کيدل او بيا د کوه طور حالات دا ټول په اصل کې د موسی ؑ د تربيت مختلف مراحل دي چې د الله ﷻله لوري هغه ورسره مخ شوی دی.
غور چاڼ:
که پورتنيو خبرو ته ( چې د قرآني آيتونو لنډيز ده) ځير شو دعوت ته له ليږلو تر مخه الله جل جلاله په موسی ؑ باندې لانديني کارونه تر سره کړل :
• دعوت ته له ليږلو مخکې هغه په دې پوه کول چې ته ما د دې کار لپاره انتخاب کړی يې، تاته چې کومه وحيه کيږي غوږ ورته نيسه .
• د ضروري عقيدو (توحيد، قيامت) يادونه او د عبادت امر .
• موسی ؑ ته دا معلومات ورکول چې ته فرعونيانو ته رسول يې، د فرعون او د هغه دعلوې، تکبر، طغيان، فساد، ضلالت، عقېدې او فکر په اړه معلومات ورکول . دا سره له دې چې موسی ؑ د فرعون په کور کې راستر او تربيه شوی وو د هغه ډير خويونه او عادتونه ور معلوم هم خو بياهم الله پاک ﷻ دا معلومات ورکړل چې د دعوت په بهير کې يې لا ښه بصيرت په برخه شي .
• له فرعون سره د خبرو پر مهال د خبرو کولو انداز ورښودل چې ته او هارون ؑ له فرعون سره په نرمه خبرې وکړئ . کيدايشي هغه ترې متأثر شي او خبره ومني .
• موسی ؑ ته خپله مدعا ورښودل چې فرعون ته ووايي چې : زما رسالت ومنه او زما قوم بنی اسرائيل له غلامي څخه آزاد ژوند ته پرېږده .
• د همسا په اړه له موسی ؑ نه پوښتنه کول، د هغې د غورځولو امر ورته کول، له هغې نه ورته لوی مار جوړول. يعنې هغه له خپلو معجزو خبرول او د کارونې لارې او طريقه ورښوول .
• موسی ؑته دنه وېرېدلو ډاډ ورکول .
• له مار څخه بېرته د همسا د جوړلو طريقه ورښودل چې مار د سر له لوري ونيسه بېرته به همسا ترې جوړه شي . د همسا په اړه يې دا معلومات ځکه ورکړل چې موسی ؑ د همسا په حقيقت او منافعو وپوهيږي چې دا همسا تش لرګی نه بلکې زما معجزه او زما د نبوت دليل دی. که داسې نوای شوي نو دا امکان وو چې موسی ؑ ته دې د دعوت په شېبو کې دا وهم پيدا شوی وای چې کيدايشي ما په غلطي سره د همسا پر ځای بل شی اخيستی وي .
• د يد بيضاء (سپين لاس) د معجزې تعليم ورکول، د هغې ځای ورته مشخص کول چې بغل ته يې وېسه، بېرته يې را وباسه تک سپين به وي، رڼا به کوي .
• او د هغې په اړه توضيحات ورکول چې دا سپين والی مرض نده بلکې يوه معجزه ده .
• او داسې نور…
دا کارونه او دا معلومات الله ﷻ موسی ؑ ته د دې لپاره ورکړل چې موسی تربيت واخلي، خپله دعوه او خپل مدعي وپيژني، له هغه سره په کوم انداز خبره وکړي. له خپلو نا آشنا معجزو سره آشنا او بلد شي تر څو کار په ښه توګه سرته ورسوي او د دعوت په بهير کې له ستونزو او مشکلاتو سره مخ نشي .
که په پورتنيو خبرو کې فکر وکړو نو وبه پوهيږو چې دعوت له ليږلو مخته د داعي تربيت، تدريب او ټريننګ خورا ضروري اولازم دی .
زموږ په مدارسو يا نورو ديني ادارو کې زده کونکي ډير کړاو تېروي، ډول ډول ستونزې ګالي، تر ډيره بريده وخت يواځې د نحوې، صرف، منطقو او نورو فنونو د قواعدو او اصولو په زدکړه تيروي، له فراغت وروسته تر ډيره حده د دعوت له اصولو او خلکو ته د خدمت له قوانينو سره نابلده وي، ځکه په دې بخش کې د هغوی تربيه نوي شوې، چې له امله يې بيا په دې مسير کې له ستونزو سره مخ کيږي، په پای کې نا اميده او ستومانه شي او له خدمت نه لاس په سر شي، يوې بلې خوا ته مخه کړي . اصلي موخه او مقصد ترې پاته شي او د څوکلونو کړې خوارۍ يې خدای مکړه عبث شي. نو د حق هر داعی چې په هره برخه کې وي بايد د دعوت له پيلولو مخته روزنه تر لاسه کړي او دا فکر وکړي چې په څه ډول خپل دعوت وچلوم او په څه ډول يې لا ښه مؤثر او اغيزمن کړم؟.
نور بیا…


















