(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۱۵) الماس خدرخیل
د تازه ورکړل شويو راپورونو پر بنسټ د افريقا په ګانا ښار کې يو شمير ترکانو او افريقايانو داسې شبکه جوړه کړې وه، چې نوم يې د امريکايي سفارت ورکړی و او خلکو ته به يې د امريکا او ځينو نورو هېوادونو ويزې ويشلې.
تېره ورځ د دغه هېواد چارواکو په نوموړي سفارت چاپه اچولې او دغه جعلي سفارت يې تړلی دی.
په ورته وخت کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د امريکا حکومت هلته رسمي سفارت نه لري، خو په ګانا کې يوې ناقانونه ډلې چې ترکان او افريقايان پکې شامل دي د دې خيالي سفارت چارې مخته وړلې.
دوی زياتوي چې یاد خيالي سفارت له دوه پوړونو جوړ او د امريکا بيرغ پرې رپېده، د ننه په سفارت کې د اوباما انځور ځوړند و.
نيول شوي ترکان په هالنډي او انګليسي ژبو خبرې کوي او د امريکا د کونسل رول يې خپل کړی و او ناقانونه کړنې يې کولې.
د امریکا دبهرنیو چارو وزارت وايي: دې تقلبي مامورینو امریکا ته رسمي او اصلي ویزې ویشلې دي، چې په ناقانونه او د تزویر له لارې یې تر لاسه کولې، ددې ترڅنګ یې د زوکړې سندونه، جعلي اسناد هم خلکو ته دپیسو په بدل کې ورکړي دي، دې ډلې دهر سند په بدل کې له خلکو ۶ زره ډالره اخستي دي.
پوليسو پر سفارت د چاپې پر مهال يو شمير خيالي ديپلوماتان، مامورين د لسو هېوادونو ۱۵۰ پاسپورټونه او د ځينو هېوادونو ويزې هم موندلې دي.
تر دې دمه لا مالومه نه ده، چې يادو کسانو ويزې څرنګه ترلاسه کولې او څومره ويزې يې ويشلي دي.
بايد وويل شي، چې د امريکا اصلي سفارت چې په مهمه او عصري سيمه کې د کلکو امنيتي تدابيرو لاندې دی، تېره مياشت په پلازمينه اکرا کې وتړل شو.


















