کراچۍ: د اور لګېدو پېښه کې ۱۱ تنه وژل شوي

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۱۵) الماس خدرخیل

د پاکستان د کراچۍ ښار په يوه هوټل کې د اورلګېدو له امله ۱۱ تنه وژل شوي او يو شمير نور ټپيان دي.

د کراچۍ ښار پوليس وايي، چې اور د کراچۍ ښار په جنوب کې د ريجينت پلازا په څلور- ستوريز هوټل کې لګېدلی دی.

چارواکي وايي، په وژل شويو کې څلور تنه ښځې هم شاملې دي.

د اور لګېدو اصلي لامل لا نه دی څرګند شوی، خو د هوټل مسؤلينو ويلي، چې اور لومړی د هوټل په زيرزميني کې په پخلنځي کې ولګېدو او بيا د هوټل نورو برخو ته خور شوی دی.

ځايي اوسېدونکي د اورلګېدو علت د برق شارټي بولي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button