فاریاب کې محلي پولیسو(اربکیانو) ۲ کورونه سوځولي او د قرانکریم یې سپکاوی کړی

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۱۵) زرغون خوږیاڼی

تېره ورځ د فاریات ولایت په شیرین تګاب ولسوالۍ کې محلي پولیسو(اربکیانو) د عامه وګړو ۲ کورونه سوځولي او د قرانکریم سپکاوی یې کړی.

له شیرین تګاب ولسوالۍ څخه یوه تن کابل ټکی کام ته وویل، چې تیره ورځ ددغې ولسوالۍ اړوند د ګور اغلي او جرقلعه سیمو کې محلي پولیسو(اربکیانو) د ملکي وګړو په کورونو ناڅاپه یرغل وروړ او په زور زیاتي سره په کورونو ورننوتل، کله چې ځايي خلکو ممانعت وکړ نو یې عام وګړي له وهلو ډبولو وروسته وتړل.

د سرچینې په وینا، وروسته یې د عامو وګړو دوه کورونه وسوځول او په قصدي توګه یې د خلکو پر وړاندې قرانکریمونو ته هم اور ورته کړ.

د ځايي خلکو په وینا، اربکیانو د عامو خلکو له کورونو قیمتي توکي، پیسې او د میرمنو ګاڼې هم له ځانه سره وړي دي.

طالبانو د یاد خبر تصدیق کړی؛ خو دولتي چارواکو په دې اړه څه نه ویلي.

له کله نه چې په هیواد کې د امریکا په طرحه د محلي پولیسو(اربکیان) غیر دولتي وسله والې ډلې جوړې شوي نو یې د ولس په ځورولو اوچور تالا پیل کړی دی، اوونۍ وړاندې د ولسي جرګې غړیو هم ویلي وو چې محلي پولیسو د هیواد په عامه زورونو لاس پوری کړی او باید دغه خپلسري وسله وال په نظامي قطعو کې جذب شي او یا له منځه لرې شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button