(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۱۳) زرغون خوږیاڼی
د سعودي عربستان مرستندويه کميټې (اللجنة السعودية لاغاثة الشعب الافغاني) د لغمان ولایت په ۲۲ مسجدونو ۴۳۵۵ متره مربع غالۍ (قالیني) فرش او (مصلې) وویشلې.
د هغه هوکړه ليک پر بنسټ چې په افغانستان کې د سعودي عربستان سفارت او د افغانستان د حج او اوقافو وزارت ترمنځ لاسليک شوی و، د افغان ولس لپاره د سعودي مرستندويه کميټې (اللجنة السعودية لاغاثة الشعب الافغاني) لخوا په افغانستان کې د مسجدونو لپاره د ۲ ميليونو ډالرو په ارزښت غالۍ فرش مهيا کولو پروژه چې د هيواد پلازمينه کابل کې پيل شوې وه، په ختیځ زون کې هم پيل شوه .
په لنډه موده کې ياد غالۍ فرش د ترکيي هيواد څخه افغانستان ته راړل شو او د حج او اوقاف وزارت سره په همغږۍ د افغانستان په ټولو ولايتونو کې د مسجدونو د سروې د پروسې پای ته رسيدو وروسته د مسجدونو قالین فرش ويش پيل شو.
په ختیځ کې د افغان ولس لپاره د سعودي مرستندويه کميټي د جلال اباد دفتر لخوا نن د دوشنبی په ورځ ۱۳-۱۰-۱۳۹۵(۲-۱-۲۰۱۷ز) د لغمان ولایت د حج او اوقافو رياست سره په همغږۍ د لغمان ولایت محترم مرستیال شهزاده مظلوم یار په حضور کې د لغمان ولایت په ۲۲ مسجدونو ۴۳۵۵ متره مربع د غالۍ فرش وویشل شو.
د افغان ولس لپاره د سعودي مرستندويه کميټه (SRCA ) د تيرو ۱۵کلونو راهيسې د افغانانو د سوکالۍ او بيا رغونې په موخه په ښوونیزې، روغتیایي ، کرنې او ودانیزو برخو کې ډيري پروژي پلي کړي دي او ددې ترڅنګ د بيلابيلو خوراکي توکو، ژمنيو او بيړنيو مرستو لړۍ یې هم دوامداره ساتلې ده.
د افغان ولس لپاره د سعودي مرستندويه کميټه (SRCA ) هوډ لري، چې په راتلونکې کې به هم د افغانانو وروڼو سره په روغتیایي او ښوونیزو برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.















