د برازیل په یوه زندان کې د شخړې له امله ۶۰ زندانیان وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۱۳) زرغون خوږیاڼی
د برازیل چارواکو نن د دوشنبې په ورځ وویل چې د مانایوس ایالت د امازون ځنګل ښار په زندان کې د دوه ډلو بندیانو ترمنځ خونړۍ نښته شوې، چې پکې ۶۰ تنه وژل شوي او یو زیات شمیر نور ټپيان شوي دي.
د امازون ایالت د امنیت مشر سرګیو فونتیس یوې خبري غونډې ته ویلي، چې ښايي د مړو شمیره نوره هم زیاته شي، دده په وینا شخړه په نشه یي توکو د روږدو کسانو تر منځ شوې ده.
د رویټرز خبري اژانس په وینا، ځايي ورځپاڼې مانوس ای ایم ویلي، چې د زیاتو وژل شویو جسدونو څخه سرونه پرې شوي او د زندان له دیوال هاخوا غوځول شوي دي.
پولیسو مشر فونتیس ویلي، چې په زندان کې بلوا تیره ورځ پیل شوه چې ایله نن دوشنبه سهار اووه بجې کنترول شوه.
هغه زیاته کړه، چې د زندان چارواکو تر اوسه نه ده معلومه کړې چې د بلوا پر مهال څومره زندانیان تښتیدلي دي.



