کابل ټکی کام ۰۲عقرب/۱۳۹۴
احمدالله مهاجر
د افغانستان ولسمشر اشرف غني نن په کابل کې د عاشوراء د مراسمو د لمانځنې په غونډه کې وینا کوله چې ترې لفظي خطا وشوه، او حضرت امام حسین رضی الله تعالی عنه یې د الله تعالی ځوی وباله.
اشرف غني په غونډه کې وویل:«نواسه ی خدا، حضرت امام حسین رضی الله تعالی عنه و یاران فداکارش در این روز درس ایثار، فدا کاري، شجاعت، و پای مردی را به جهانیان آموخت»
چې اشرف غني دغه خبره خپله خطا بللې ده او لمړی یې له الله تعالی څخه د مغفرت او بیا یې له ټولو هېوادوالو، بالخصوص یې د عاشوراء له عزادارانو څخه بښنه غوښتې ده.
اشرف غني پخپله بیانیه کې لمړی هغه آیت راوړی چې کوم چې د خطا والي او هېروالي څخه د پنا غوښتنه دعا پکې شوې ده، او بیا یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه حدیث راوړی دی کوم چې هغه صلی الله علیه وسلم فرمایي، زما امت ته خطا او هېره بښل کیږي.
او بیا یې د ځان د سپینواي لپاره په سورة اخلاص پیل کړی دی چې د الله تعالی په یووالي، او د هغه په صمدیت دلالت کوي.
او یوځل بیا یې د خپل ځان د سپینواي لپاره په دغه جمله تأکید کړی دی چې«نواسۀ رسول خدا را به ملت مسلمان افغانستان و کافۀ مسلمانان جهان تسلیت گفته و آرزو می کنم که در تحقق آرمان های بزرگ امام حسین رضی الله و سایر بزرگان اسلام، توفیق بیشتر حاصل کنیم»


















