کابل ټکی کام۰۲عقرب/۱۳۹۴
آرین افغان
د افغانستان او زمبابوې د لوبو د لړۍ پنځمه نړیواله لوبه نن ترسره شوه، د لوبې پچه زمبابوې لوبډل مشر وګټله او افغانستان ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.
د افغانستان د لوبې پیل د تېرو په شان نور علي او شهزاد وکړ، افغانستان خپله لومړی وېکټ شهزاد د لوبې په ۶م اور کې د لاسه ورکړه، له شهزاد وروسته د نور علي او محمد نبي تر منځ هغه وخت ملګرتیا غوڅه شوه چې د سکندر رضا په بال محمد نبي په ۵۳ منډو وېکټ له لاسه ورکړه.
د محمد نبي او نور علي ملګرتیا وروسته بیا د افغانستان منځني لوبغاړو خپلې وېکټې ژر ژر له لاسه ورکړې.
د افغانستان پیل خورا ښه وو او داسې ښکارېده چې افغانستان به زمبابوې ته اوچت هدف ورکړي.
د محمد نبي او نور علي څخه وروسته چې دواړه پنځوسیزې ووهلې، بیا لوبډل مشر اصغر ستانکزي ښه لوبه وکړه، میرویس اشرف او اصغر د افغانستان لپاره نسبتاً په یوه ښه هدف کې مهم رول لوباوو.

افغانستان په ټاکل شویو پنځوسوو اورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو ۲۴۵منډې وکړې او زمبابوې ته یې ۲۴۶ هدف ورکړ.
د یاد هدف په تعقیب د زمبابوې لوبډله افغانۍ بالرانو تر سخت فشار لاندې راوسته.
افغانستان د لوبې په دویم اور کې د زمبابوې د سر لوبغاړي د دولت په بال وسوځوو، ورپسې په درېیم اور کې دولت دویمه وېکټ هم واخېستله، بیا میرویس اشرف درېیم لوبغاړی وسوځوو، څلورم لوبغاړي د امیر حمزه لخوا وسوځول شو.
یو وخت داسې فکر کېدو چې ښايي زمبابوې تر ۱۰۰ منډو وړاندې خپل لوبغاړي له لاسه ورکړي، ځکه په پنځلسو اورونو کې د زمبابوې پنځه مهمې وېکټې غورځېدلې وې، او منډې یې ۵۸ وې.
ویلمس زمبابوې ته په زړه پورې سلیزه ووهله او د زمبابوې عزت یې وساته.
چې بالآخره د لوبې په ۴۴م اور په دویم بال د راشد خان لخوا وسوځول شو.
چې د ده په سوځېدو سره افغانستان زمبابوې ته په ۷۴ منډو ستره ماتي ورکړ.
افغانستان د خپل کرکټ په تاریخ کې په لومړي ځل د یو بشپړ ممبر شیپ هېواد نه د پنځو نړیوالو یو ورځینیو لوبو سریز یا لړۍ په وروستۍ لوبه کې زمبابوې ته پخپل کور کې ماتي ورکړه، او د لوبو اتلولي یې پخپل نوم کړه.
د کرکټ د پوهانو په نظر دا بریا د افغانستان د کرکټ لپاره یو ښه زیری دی.



















