لويه څارنوالي: له دوستم سره به قانوني چلند کېږي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ سلواغه ۳) الماس خدرخیل

شاوخوا يوه نيمه مياشت مخکې جنرال دوستم په احمد ايشچي باندې د جنسي زورنې او زور زياتي په تور تورن شو.

له هغې وروسته د احمد ایشچی او جنرال دوستم قضیې په نړیواله کچه غبرګونونه لرل او ډيری هېوادونو پر افغان حکومت فشار راوړ، چې د جنرال دوستم پر وړاندې جدي اقدام وکړي.

خو نوموړی د څارنوالۍ د درېيم جلب په ورلېږلو لا هم نه دی حاضر شوی، چې خپل سپيناوی وکړي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وايي، د ولسمشر لومړي مرستیال ته یې څو پر له پسې لیکونه لېږلي دي، خو هغه یې تر اوسه ځواب لویې څارنوالۍ ته نه دی  ورکړی.

د رسولي په وینا که جنرال دوستم د دغو جلبونو او لیکونو پر وړاندې همداسې بې تفاوته پاتې شي نو لویه څارنوالي به د قضیې د حل پر نورو قانوني لارو چارو غور وکړي.

په ورته وخت کې لویه څارنوالي وايي، چې د دغې قضیې پر وړاندې جدي دي او هڅه به کوي چې له خپلو قانوني واکونو استفاده وکړي.

بل پلو احمد ایشچي ویلي، چې حکومت د دغه پېښې پر وړاندې سستي کوي او د يوې نيمې مياشتې په تېرېدو سره لا هم کومه مثبته نتيجه نه لري.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button