مهم خبر: هلمند لښکرګاه کې امریکايي عسکرو کاروان باندې سرتېری بريد شوی

کابل ټکی کام ( یکشنبه ( ١٣٩٤ لړم ٢۴/ ٢٠١٥ م نومبر ١۵)
هلمند ولایت نه په تازه ورکړل شویو راپورونو کې ويل شوي دي، چې نن مازدیګر څلور بجې د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د بهرنیو ځواکونو په موټریز کاروان سرتیری برید ترسره شوی، چې پایله کې يي یو امريکايي ټانګ تخریب شوی او پوځیانو ته يي درنه مرګ او ژوبله اړولې .
دغه بريد د مارجې او نادعلی ولسوالیو تر منځ په غځېدلې لار کې د یوه موټربم په مټ ترسره شوی .
د دغه خونړي بريد مسؤلیت طالبانو په غاړه اخیستی خو تردې دمه يي جزئیات نه دي په ډاګه شوي .
د بريد د نورو جزئیاتو لپاره کابل ټکی کام څارئ.
سليم بریال



