غني خانه! حکومت داري په درواغو نه کېږي!

لیکنه: احمدي عبدالله ۱۳۹۴ لړم ۲۴

د افغانستان اوسنۍ جمهور رئيس ښاغلی اشرف غني (متفکر دوم جهان) پخواني جمهور رئیس ښاغلي حامد کرزي سره په ښکاره تفاوت ډير دروغ وايي، چې درواغ يې حدالاقل درې ورځې هم دوام نشي کولای.

ښاغلی حامد کرزی، چې د سي آی اې له پوره همکارۍ برخورداره و، هېڅکله داسې دروغ ونه ویل چې یوه میاشت یې دې دوام نه وي کړی، هغه د ژړا په ځای کې به ژړل، د قهر او غوسې په ځای کې يې غوسه کوله او د خندا په ځای کې یې تر ټولو ښه خندل. پخواني جمهور رئيس له هر ځل امریکايي وحشي بمبار پر خلاف جهاد شروع کولو، غرو ته خوت، اسلام یې هم ګاټه، ډيموکراسي یې هم پلي کوله، د کفر دوستي یې هم ډيره ښه پاله.

خو اشرف غني بیا ډېر بدل دی، له هېچا سره دوستي نلري، خندا او غوسه یې هم عجیبه رنګ لري، نه خارجي پالیسې لري او نه هم په داخل کې خپل سکه ورور ورسره جوړ دی، په ټول نظام کې یو کس هم دده داسې پلوي ندی چې دی پخپله باور پرې ولري.

ښاغلی اشرف غني دا لس کاله کېږي چې له خپلې کورنۍ څخه بیل اوسیږي، لور، زوی او ښځه ورته لیونی وایي، خپله پلرنۍ کورنۍ یې یوازې هغه وخت په اعتماد کې واخیسته چې نوموړي د ریاست جمهوري په انتخاباتو کې د کمپاین ضرورت درلود، اوس يې ورسره په پوره توګه علایق د پخوا په شان پرې کړي دي.

له لمړي سره په ښکرورو درواغو سر وو، چې اکثره پښتانه او پتلونکیان پرې سخت وغولیدل هغه ته یې رایه واچوله، داسې یې انګیرله چې په یوه میاشت کې به د پام وړ تغیر راولي، ټول به د ډالرو په بوجیو ناست وي، مزې به کوي، خو دا غني دوی نه و پیشندلی خو چې اوس دا نامتو دروغجن لاپې ورخلاصې شوې، هغه کارونه هم ځان ته منسوبوي چې هغه ددوی مخالفو وسله والو کړي وي. ددو خو پخپله هېڅ هم ندي په وس او قدرت کې پوره، همېشه یې ولسوالۍ له لاسه ورکړي وي، عسکر یې تسلیم شوي وي، په لارو کې د اردو کاروانونه یې له منځه تللې وي، په پوهنتونونو کې یې اکثر محصلین او په ادارو کې اکثر مامورین د دولت له مخالفو وسله والو خواخوږي شوي دي.

نو، څو ورځې وړاندې ښاغلي جمهور رئیس وروسته له هغه دعوه وکړه چې کله هغه (۷) تنه هزاره ګان په زابل ولایت کې د طالبانو او داعشیانو له جنګ څخه وروسته ازاد کړای شول، چې څو میاشتې وړاندې داعشیانو پدې تور نیولې وو چې هزاره ګان دي، ښاغلي جمهور رئیس دعوه وکړه چې دا اوه تنه د اشرف غني ملي امنیت له داعش څخه ازاد کړي دي. خو طالبانو د خپلو اصولو مطابق د غني خبرې هېڅ وانه ورېدې او یوازې دومره یې وویل چې د جګړې په پای کې یې له داعشیانو څخه هزاره بندیان خوشي کړي دي.

تفصیلي کیسه:

دغه هزاره ګان تېر کال د کب په میاشت کې د داعشیانو له لورې یرغمل شوي و چې تېره هفته راخوشي شول، دوی په خپله طلوع تلویزیون ته وویل چې دولت دروغ وایي دوی طالبانو راخوشي کړي دي.

دغه مسافر نن ورځ په کابل کې له خپلو کورنيو سره يو ځای شول او رسنيو سره يې په خبرو کې وويل چې وروسته له هغې چې طالبانو د داعش څو تنه وسله وال د طالبانو له لوري ونيول شول، طالبانو ته زمونږ د اوسېدو ځای هم په لاس ورغی چې مونږ يې له بند څخه ازاد کړو.

دغه مسافر تېر کال د کب په ۳ مه نېټه په داسې حال کې د داعشیانو له لورې وتښتول شول چې له زابل ولايت خاک افغان ولسوالۍ څخه کابل ته په لاره وو..

دغو راخوشې شويو بنديانو ويلي چې دوی ټول ۳۱ تنه يرغمل شوي وو چې د هغوی له جملې څخه يې ۳ تنه د نيول کېدو په سبا خوشې شول او د داعش ليکو ته لاړل..

دوی ويلي چې ددوی له جملې څخه يې ځينې خوشې شول او ځينې هم د داعش وسله والو ووژل خو دوی وروستي کسان وو چې تر اخره د داعش په بند کې وو او د طالبانو په هڅو راخوشې شول.

ددوی له جملې څخه محمد یوسف وایې چې دوی به هره ورځ سخت ټکول کېدل او رنګارنګ ظلمونه پرې کېدل، او داعشیانو به په مرګ ګواښل، او ورته به ویل کېدل که چېرې دولت دوی تبادله نکړي نو وبه یې وژني..

محمد يوسف د غني او دولت هغه ادعا هم رد کړه چې ويلي و د دغو يرغمل شويو د خلاصون له پاره يې عمليات کړي دي او دوی يې د داعش له منګولو را ازاد کړي دي.

محمد يوسف وايي چې دولت زمونږ د خلاصون له پاره هيڅ نه دي کړي خو کله چې په زابل ولايت کې د طالبانو او د اعش ډلې تر منځ تاوتريخوالی زيات شو نو طالبان د جګړو په ترڅ کې د داعش هغې ودانۍ ته ورسېدل چې مونږ په کې بنديان وو، چې د طالبانو له راتګ سره مونږ راخوشې کړل شو.

دخدا بخش په نامه يو بل تن وايي «مونږ چې را ازاد کړو، طالبانو را ازاد کړو، پنځه نيمي بجې وي چې طالبان راغلل کيلي يې راکړه او راته يې وويل چې لاسونه او پښې خلاصې کړه».

خو طالبانو هم ونشوای کړای چې اوه تنه نور هزاره د داعش له منګلو څخه خلاص کړي خو دومره یې وکړل چې د هغوی قاتلین یې په دار کړل.

د جاغوریو څخه یو تن محمد حسین قصاب وایې چې دوی هغه کسان پخپله ولیدل چې طالبانو د اوه تنه هزاره ګانو وژل کېدو په بدل کې قصاص کړل، طالبانو ددوی درد ته ځواب ووایه، نوموړي طالبان د ملت اصلي بچیان یاد کړل . غني او دولت یې یو لاسپوڅۍ او غلام دولت یاد کړل.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button