د شپږیزې د سیالیو جالبیت، ټکټونه لوړ کړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی۱۷ فرید افغان)
سږکال د کابل په ملي ستیدیوم کې د شپږیزې د سیالۍ ۵ پړاو سیالۍ ترسره کیږي چې د سپتمبر په ۱۱ نېټه به پیل شي او په ۲۲ نېټه ختمیږي.
د افغانستان د کرکټ بورډ چارواکي وایي چې سږکال به شاوخوا ۳۰ بهرني لوبغاړي، روزونکي او څارونکي هم په دغو سیالیو کې برخه اخلي.
په شپږیزې کې ټول افغانستان په شپږو زونونو او لوبډلو وېشل شوی دی.
سیالۍ ته لسګونه بهرني لوبغاړي رسیدلي خو پاکستاني لوبغاړي شاهد افریدي دځینو شخصي مشکلاتو له کبله له ورتګ څخه ډډه کړې ده.
په همدې حال کې مینوال شکایت لري چې ستدیوم ته د ورتګ لپاره ټکټونه په ګرانه بیه ورکول کیږي.
باید وویل شي چې (MAIH) شرکت لهخوا د ټکټونو پلورلو لړۍ پیل شوي اود یاد شرکت مسوول محمدهلالهلال رسنیو ته ویلي چې د شپږیزې لهپاره یې د ټکټونو حقوق د ۱ لک او ۶ زره ډالرو په بدل کې اخیستي، چې له ۲۰۰ افغانیو نیولې تر ۱۰۰ ډالرو ټکټونه پهکې شامل دي.
د نوموړي په وینا چې کرکټ بورډ کې پخوا د مینهوالو لهپاره د ۷ نیم زرو نندارچیانو لهپاره ځای موجود و؛ خو اوس دوی دغه ظرفیت د ۳ نورو ځایونو په جوړولو سره لسو زرو ته لوړ کړی، چی لهدې سره هممهاله ۲۰۰۰ نور نندارچیان په ولاړه هم سیالۍ ننداره کولی شي د ده په خبره چې په یو ځلي توګه په ټول میدان کې ۱۲ زره نندارچیان ځایېدلی شي.
نوموړي زیاته کړه، چې په کابل کرکټ لوبغالي کې یې د ۵۰۰ ښځینه نندارچیانو او کورنیو لهپاره هم ځای چمتو کړیدی، چې منظم سیوری به ولري.
نوموړي همداراز ویلي چې، د شپږیزې د نندارچیانو د نظم لهپاره یې ۱۲۵ تنه کارکوونکي په دنده ګومارلي او د لوبغالي دننه یې د خوراکي توکیو ۶ پلورنځي هم جوړ کړيدي.
هلال ویلي ، چې د کرکټ بورډ د ادارې هېڅ غړی هم له ټکټ پرته لوبغالي ته نهشي دننه کېدلی او په یاده اداره یې هم ۵۰۰ ټکټونه پلورلي دي .
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان ۶م پړاو فوټبال غورهلیګ سیالۍ هم پرون په کابل کې پیل شوې، چې ټکټ یې ۳۰ افغانۍ دی.
د کرکټ د سیالیو د ټکټونو واکمن شرکت په کابل او ننګرهار کې د خپلو ټکټونو د خرڅلاو متعدد ځایونه ښوودلي چې مینوال کولی شي له هغه ځای څخه یې ترلاسه کړي.
افغانستان کرکټ بورډ وایي چې په ټولو لوبډلو کې کورني لوبغاړي لوبوي او هڅه یې دا ده چې له دغو سیالیو څخه نوي استعدادونه پیدا او ملي لوبډلو ته یې معرفي کړي.
دا سیالۍ د کرکټ د نړیوالې شورا سره رسمي دي او په افغانستان کې په یو خصوصي تلویزون کې هم ښودل کیږي.



