
د کابل له تګ نه تېر شئ!
لیکنه:ملا نعمان
د منکر ازاله لازمه ده، خو که داعي او مصلح پوره خواري وکړه او منکر له منځه نه ولاړ، نو دغه داعي او مصلح به ددې منکر ګاونډيتوب پریږدي؛ ځکه چې دمنکر په چم ګاونډ کې ددوی هستوګنه، د منکر یو ډول عملي تأیید ګڼل کیږي، د منکر استعظام د عوامو له زړونو ختموي او د منکر نشر ته لار پرانیستل کیږي.
فقه شریفه چې په ځینو محفلونو کې د عالمانو او نیکانو ګډون منع کوي، سر او راز یې همدا دی؛ ځکه چې عوام د نیکانو او مصلحینوپه قول او فعل دواړو استدلال نیسي.
د(ضرار) مسجد که څه هم ظاهرا مسجد و،خو خدای پاک جل جلاله خپل محبوب پیغمبر علیه الصلاة والسلام له ورتګ نه په محکم او ما لایحتمل النسخ قول منع کړ او ورته ویې فرمایل: (ولاتقم فیه ابدا) یعني په دې ضرار مسجد کې به هیڅکله د لمانځه لپاره نه دریږې؛ځکه چې د منافقینو تأیید او حوصله افزایي راځي او ددوی هغه شوم ارمان، چې غواړي د مسلمانانو د جماعت تفریق راولي، ترسره کیږي.
ټولو ته واضحه ده چې د کابل ماحول یو مسخ شوی او کافر ماحول دی، له واړه منکره رانیولې تر کفره پورې پکې په ښکاره توګه او په خوشي بیه ښه پریمانه پیدا کیږي. نو کابل ته زمونږ د ملایانو او پیرانو ورتلل او هلته ددوی له خوا د مدرسو او خانقاوو تأسیس کول، په لاشعوري ډول د کابل د کافر حکومت او ناولي رژیم عملي او فعلي تأیید دی او د مسلمانانو له زړونو نه ددې کافر حکومت سره د حساسیت د ختمولو لپاره کافرانو ته زرین چانس په لاس کې ورکول دي. بیا به خبره بالآخره دې ته راشي چې مسلمانانو ته به په دې فاسد دولت کې دنده ترسره کول یوه ملي او اسلامي ذمه واري ښکاري، چې ددې فسادونو لپاره به منشاء، خدایه مکړې، زمونږ ملایان او زمونږ پيران وي.
د امارت آب او آبرو چې لا پر ځای پاتې دي
ځکه چې واګې یې د پیر او د ملا سره دي



